ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار اوسېدونکي: ښي لاس موټرو ته د اسناد ورکولو موده دې ډېره او محصول دې کم شي

د کندهار اوسېدونکي: ښي لاس موټرو ته د اسناد ورکولو موده دې ډېره او محصول دې کم شي

author avatar
13 Mar 2023 - 16:58
د کندهار اوسېدونکي: ښي لاس موټرو ته د اسناد ورکولو موده دې ډېره او محصول دې کم شي
author avatar
13 Mar 2023 - 16:58

کندهار (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۱): د کندهار ګڼ شمېر اوسېدونکي «یو کیلي- ښي لاس» موټرو ته د قانوني اسناد له ورکولو هرکلی کوي خو وايي، د دې پروسې موده کمه او ټاکل شوې پیسې ډېرې دي.

هغوی غوښتنه کوي چې د خلکو ضعیف اقتصادي وضعیت ته په کتو دې د ښي لاس موټرو د ثبت پروسې موده ډېره او د اسنادو بدل کې محصول دې کم شي.

د کندهار ښار یوه اوسېدونکي صالح‌محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، د هغو معلوماتو له مخې چې د ترافیکو عمومي ریاست شریک کړي، د ښي لاس موټرو د ثبت او مراحلو طی کولو لپاره درې میاشتې موده ټاکل شوې ده.

هغه زیاته کړه، دغه راز یاد ریاست ویلي چې هر موټر ته د ماډل له مخې د درېیو کلونو لپاره د اسناد ورکولو لپاره د سلنډر پر سر پیسې ټاکل شوې چې له ۲۰۰۰ تر ۲۰۱۰ ماډل پورې پر یو سلنډر ۵۳۰۰ افغانۍ او له ۲۰۱۱ تر ۲۰۲۲ ماډل پورې پر یو سلنډر ۷۰۰۰ افغانۍ اخیستل کېږي.

دی وايي، له یوې خوا د موټرو د ثبت او طی مراحل لپاره درې میاشتې کمه موده ده چې باید ډېره شي، دغه راز د موقتي اسناد ورکولو په بدل کې اخیستل کېدونکې پیسې هم ډېرې دي چې په اوسنیو شرایطو کې يې خلک د ورکولو توان نه لري.

نوموړی د مرکزي ادارې له چارواکو غوښتنه کوي چې د موټرو د ثبت پروسې موده ډېره او د اسنادو ورکولو بدل کې د اخیستل کېدونکو پیسو اندازه کمه کړي.

د کندهار یو شمېر نور اوسېدونکي بیا غوښتنه کوي چې راسته لاس موټرو ته دې د درې کلونو لپاره د موقت اسنادو پر ځای دې دایمي اسناد ورکړل شي؛ ځکه دا موټر نوي دي څو د زړو موټرو ځای ونیسي.

د کندهار یو اوسېدونکی خالداحمد وایي، د خلکو اقتصادي وضعیت ښه نه دی، یو ځل به اوس د اسنادو ترلاسه کولو په بدل کې دومره ډېرې پیسې ورکوي، درې کاله وروسته بیا اړ دي چې اسناد نوي کړي.

دی زیاتوي، حکومت ته په کار ده چې د ښي لاس موټرو د ثبت پروسه له خلکو سره د همکارۍ او مرستې په بڼه پلې کړي.

دغه راز ګڼ شمېر ټکسي چلوونکي هم وايي، د موقت اسنادو په بدل کې د دومره ډېرو پیسو ورکولو وس نه لري.

د حکمت‌الله په نوم یوه ټکسي چلوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل: «خواري نشته، موږ د ورځې تر درې څلور سوه افغانۍ بالا نه شو ګټلای نو دا ۲۱ زره به موږ څنګه برابرې کړو، زموږ غوښتنه دا ده چې د دغو پيسو اندازه کمه شي.»

د کندهار د ترافیکو مدیر ملا بشیر اخند بیا وایي، د دې پروسې او موټرو ته د اسناد ورکولو طرحه د مرکز له خوا دوی ته ورکړل شوې او د پيسو زیاتوالو او کمولو صلاحیت نه لري.

هغه زیاته کړه، دغه پیسې ټولې بانک ته تحویلېږي او د دې پروسې په څارنه کې د امنیې قوماندانۍ او استخباراتو استازي هم برخه لري.

ده وویل: «دا طرحه موږ ته له مرکزه راکول شوې ده، موږ یې د وخت او پیسو کمولو په اړه هیڅ صلاحیت نه لرو، که بیا هم په دې درې میاشتې موده کې ټولو موټرانو ته اسناد ونه وېشل شول، بیا به موضوع له مرکز سره شریکه کړو.»

هغه د موټرو له مالکینو غوښتنه کوي چې د موټرو د ثبت په برخه کې دې ځنډ نه کوي؛ ځکه دا کار د امنیتي او جنايي پېښو او غلاوو په مخنیوي کې ډېر اړین دی.

د ده په خبره، د موټرو د ثبت په دې پروسه کې یو کس کولای شي هر څومره موټر ثبت کړي او ثبت شوي موټر د افغانستان هر ولایت ته د تګ اجازه لري.

د یادونې ده، په کندهار کې تر اوسه د ښي لاس موټرو- چې پر کانټینري موټرو هم مشهور دي- کره شمېر معلوم نه دی او نه هم د ترافیکو مسوولین په دې اړه معلومات لري خو په دغه ولایت کې د چپه لاس موټرو په پرتله د راسته لاس موټر زښت ډېر دي.

Visits: 2292

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.