ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د زابل د سیوري اوسېدونکي د دغې ولسوالۍ له رسمي کېدو وروسته د خدماتو غوښتنه کوي

د زابل د سیوري اوسېدونکي د دغې ولسوالۍ له رسمي کېدو وروسته د خدماتو غوښتنه کوي

author avatar
14 Mar 2023 - 18:00
د زابل د سیوري اوسېدونکي د دغې ولسوالۍ له رسمي کېدو وروسته د خدماتو غوښتنه کوي
author avatar
14 Mar 2023 - 18:00

کلات (پژواک، ۲۳ کب ۱۴۰۱): د زابل سیوري ولسوالي د دغه ولایت د رسمي ولسوالۍ په توګه منظور شوه او نن د کب په ۲۳مه پکې په دې اړه غونډه جوړه شوې وه چې د والي او نورو چارواکو ترڅنګ ځايي مشرانو او مخورو ګډون کړی وو.

د دغې نوې منظور شوې ولسوالۍ مشرانو او عامو اوسېدونکو په غونډه کې له مسوولینو وغوښتل چې دوی ته ټولنیز خدمات وړاندې کړي.

د سیوري ولسوالۍ یوه قومي مشر حاجي عبدالرزاق وویل، خوښ دی چې د ولسونو له ډېرو هڅو وروسته سیوری د زابل د رسمي ولسوالۍ په توګه ومنل شوه او نن یې پرانیست‌غونډه ده.

خو هغه غوښتنه وکړه چې اوس باید مسوولین د نورو ولسوالیو په څېر په دغې ولسوالۍ کې هم خلکو ته ټولنیز خدمات وړاندې کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.