Language

لغمان کې د جعلي پاسپورټ جوړولو په تور درې کسان نیول شوي

مهترلام (پژواک، ۲۹ کب ۱۴۰۱): لغمان کې امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز محترلام کې یې درې کسان د جعلي پاسپورټونو جوړولو په تور نيولي دي.

د لغمان امنيې قوماندانۍ ویاند یونس یوسفزي پژواک خبري اژانس ته وویل، یادو کسانو خلکو ته د پیسو په مقابل کې جعلي پاسپورټونه جوړول او نن (د کب ۲۹مه) د امنیتي ځواکونو له خوا لاس په لاس ونیول شول.

هغه وویل: «دغو کسانو به له خلکو د هر پاسپورټ په بدل کې ۴۵۰۰ امریکايي ډالر اخیستل او جعلي پاسپورټونه به يې ورکول.»

هغه زیاته کړه چې نیول شوو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی او ۴۴۰۰ امریکايي ډالر هم ترې ترلاسه شوي دي.

یوسفزي وویل، د پولیسو لومړنيو څېړنو له بشپړېدو وروسته به دغه کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپېژندل شي.