مزارشریف (پژواک، ۱ وری ۱۴۰۲): د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د خبریالانو په یوه ناسته کې د تېرې اوونۍ د چاودنې یوه ټپي د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړه.
د سهیل صدیقي په نوم دغه ځوان د ملي ټلوېزیون د خبریال خواجه شریف صدیقي زوی و چې د تبیان فرهنګي مرکز له خوا د ژورنالېستانو د ستاینې لپاره جوړه شوې غونډه کې یې د خپل پلار د ستاینلیک اخیستو په موخه ګډون کړی و.
نوموړی چې په پېښه کې سخت ټپي شوی و، په پیل کې د بلخ حوزوي روغتون ته ولېږدول شو خو څو ورځې وروسته د ښې درملنې په موخه کابل ته انتقال او تېره شپه یې همدلته په یوه روغتون کې ساه ورکړه.
د بلخ خبریالان د هغه په مړینه خواشیني ښودلې او د پېښې د نورو ټپیانو د غوره درملنې تر څنګ د پېښې د جدي پلټنې غوښتنه کوي.
د دغه ولایت د ملي ټلوېزیون خبریال جمشید رادفر پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي: «د سهېل د مړینې له خبرېدو وروسته یې پلار ته زنګ نه شم وهلی، ښایي د پلار ژړغونی غږ یې زما لپاره د زغم وړ نه وي، هغه ته جنت، پلار او نورې کورنۍ ته یې صبر غواړم.»
بلخ کې یو بل سیمهییز خبریال سیدمحمد یزدان پرست وایي، د سهیل مړینې ډېر خواشینی کړی، هغه لس ورځې له سختو ټپونو او دردونو سره مبارزه وکړه خو تېره شپه یې ځان حق ته وسپاره.
نوموړی دغهراز د پېښې د پلټنې او د نورو ټپي شوو خبریالانو د جدي درملنې غوښتنه کوي.
بلخ کې تېره اونۍ د کب په ۲۰مه د تبیان فرهنګي مرکز له خوا د ژورنالېستانو د ستایلو په یوه غونډه کې چاودنه وشوه چې په پایله کې یې د یوه خبریال په ګډون دوه کسان مړه او د ۱۶ خبریالانو په ګډون ۳۷ کسان ټپیان شول.
د ملګرو ملتونو په ګډون د خبریالانو او ژورنالېستانو د ملاتړ ګڼ شمېر ټولنو دغه چاودنه غندلې او د پلټنو غوښتنه یې کړې ده.
Visits: 86
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن