کلات (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۲): د زابل د مستوفیت چارواکي وايي چې په تېر ۱۴۰۱ کال کې یې ۸۴ میلیون افغانۍ عواید راټول کړي چې د وړم کال په پرتله ۲۹ سلنه زیاتوالی ښيي.

د زابل مستوفي مولوي نورالحسن محسن د وري په دویمه ولس ته د حساب ورکونې په غونډه کې وویل چې د ۱۴۰۰ کال په پرتله یې ۲۴ میلیون ډېر عواید راټول کړي چې ۲۹ سلنه زیاتوالی ښيي .

هغه دغه راز زیاته کړه چې تر ډېره یې دا عواید په مرکز کلات او ولسوالیو کې له مالیاتي او غیرمالیاتي سرچینو ترلاسه کړي دي.

د نوموړي په خبره: «موږ په ټولیز ډول باندې په تېر کال کې ۸۴۶۵۳۸۲۳ میلیون افغانۍ عواید راتول کړي چې دا عواید تر ډېره د شرکتونو له مالیې، قراردادیانو، صرافانو، کرایو، د دوکانونو، بېلابېلو اصنافو له مالیو، او دولتي ادارو له خوا د راټول سوو عوایدو دي چې د تېر کال په نسبت ۲۹ فصیده زیاتوالی په کې راغلی دی؛ تېر کال زموږ عواید ۶۰ میلیون افغانۍ وو.»

نوموړي دعواید ډېرېدو لامل د فساد نه شتون او په مرکز کلات او ولسوالیو کې د زیاتو اصنافو ثبت او راجستر بولي.

هغه وویل: «د تېر حکومت پر مهال یوازې مرکز کلات، شاجوی او شهري صفا ولسوالیو کې مستوفیت سره ۳۵۵۰ دوکانداران، کاروباریان او اصناف ثبت سوي وو چې په سل سلنه کې یوه نیمه افغانۍ مالیه ترې ټولېده، ولې اوس ۵۶۲۶ اصناف په مرکز او ټولو ولسوالیو کې ثبت سوي، خو د مالیې سلنه له یوې نیمې افغانۍ څخه یوازې نیمې افغانۍ ته راغلې، خو بیا هم موږ توانېدلي یو چې دې برخه کې تر ۱۵ میلیون افغانۍ زیات عواید ټول کړو.»

نوموړی زیاتوي چې د ۹۹۰ میلیون افغانۍ یې د دولتي ادارو کارکوونکو ته د معاشونو، لګښتونو او انکشافي برخو کې لګول شوې دي.

مستوفي دغه راز زیاته کړه چې په تېر کال کې یې د دولتي ادارو لپاره ۹۹۰ میلیون افغانۍ حوالې اجراء کړې چې په هغو کې د مجاهدینو او دولتي مامورینو او رییسانو معاشونه، د دولتي ادارو او انکشافي برخو مصارف دي.»

هغه زیاته کړه، سږ کال هڅه کوي د عوایدو کچه نوره لوړه کړي.

پر همدې مهال د زابل مرستیال والي سلیمان اغا بهیر ولس ته د حساب ورکوني پر پروسه خوښي وښوده او زیاته یې کړه، له دې لارې کولای شو چې د ولس باور راخپل او په چارو کې لا ډېر شفافیت رامنځته کړو.

نوموړي وویل، له اقتصادي بندیزونو سره سره بیا هم په هېواد کې اقتصادي چارو پرمختګ کړی او ولسونو ته ښه خدمات وړاندې شوي دي.

بلخوا د کلات ښار یو شمېر هټۍوال وايي چې په دې وروستیو کې مالیه لوړه شوې او غوښتنه کوي چې مالیه دې کمه شي.

د کلات ښار یوه هټۍوال بازمحمد پژواک خبري اژانس ته وویل، مخکې یې د خپل دوکان مالیه په کلني ډول تر دوو زرو افغانیو پورې ورکوله خو اوس مالیه لوړه شوې ده.

نوموړي زیاته کړه: «پخوا موږ د خپل دوکان پر سر مالیه تر دوه زرو پورې ورکوله او کاروبار هم ښه و، خو اوس چې کاروبار هم نه دی ښه، مالیه راباندې زیاته سوې چې تر څلور زره پورې مالیه راڅخه اخیستل کېږي.»

نوموړي غوښتنه وکړه چې اقتصادي حالت او د هټۍوالو کاروبار ته په کتو دې مالیه واخیستل شي، خو د زابل مستوفي مولوي نورالحسن محسن د مالیې لوړېدل نه مني او زیاتوي، مخکې یونیم سلنه مالیه اخیستل کېده، خو د اسلامي امارت په راتګ سره نیم سلنه مالیه اخیستل کېږي.

مستوفي پژواک ته وویل: «د تېر حکومت پر مهال په سلو کې یوه نیمه افغانۍ مالیه اخیستل کېده، خو موږ الحمدالله د ولس سره ښه کوو او د هغوی حالت مو درک کړی، اوس یوازې په سلو کې نیمه افغانۍ عواید اخلو.»