منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۴۱ غ.م
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د قطر سره میاشت له افغانستان سره په روغتیايي برخه کې ۱۷ میلیون ډالر مرسته کوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۲۹ کتنې

کابل (پژواک، ۳ وری ۱۴۰۲): د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی چې د قطر هېواد سره میاشت په افغانستان کې د دوو روغتونونو د تمویل او ملاتړ لپاره ۱۷ میلیون امریکايي ډالر مرسته کوي.

دغه مطلب د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکتر شرافت زمان نن (د وري ۲مه) په یوه ټویټ کې څرګند کړی او ویلي یې دي چې یادې پیسې به په نږدې راتلونکې کې د عامې روغتیا وزارت په واک کې ورکړل شي.

هغه د نورو جزئیاتو له ورکولو پرته لیکلي چې یادې پیسې به د روغتونونو او روغتیايي مرکزونو د یو شمېر نوو فعال شوو برخو معیاري کولو برخو کې ولګېږي.

هغه په خبره، د قطر سرې میاشتې دغه راز ژمنه کړې چې د هېواد په ۳۰۰ ولسوالیو کې د روغتیايي مرکزونو جوړولو کې مرسته کوي.

د یادونې ده، د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد یوه اونۍ مخکې د یوه پلاوي په مشرۍ د روغتیايي خدماتو همغږي کولو په موخه قطر ته سفر کړی و.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا