فراه، سرپل (پژواک، ۵ وری ۱۴۰۲): فراه او سرپل ولایتونو کې د څه باندې ۲۰ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو درېیو شبکو چارې بشړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي عبدالحي سباوون پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت د مرکز اړوند په کوزرج کلي کې د څښاک اوبو یوې شبکې جوړولو چارې بشپړې شوې.
هغه زیاته کړه، یاده شبکه د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) د ۱۵ میلیون او ۲۲۴ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې ده.
هغه وویل، د یادې پروژې جوړولو چارې نږدې ۱۱ میاشتې مخکې پيل او نن بشپړې شوې.
نوموړي وویل چې د اوبو دغه شبکه د ۵۰ مترمکعب اوبو ځایولو وړتیا لري او پر یو وخت ۴۵۷ کورونو ته اوبه ورکولی شي.
د سیمې خلک وايي، پخوا يې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه درلود او غواړي چې نورو برخو کې هم مرستې ورسره وشي.
د کوزرج کلي یوه اوسېدونکي ابراهیم وویل: «پخوا مو په کلي کې د څښاک پاکې اوبه نه وې او خلکو به د اړتیا وړ اوبه له ډېرې لرې سیمې په خرو او نورو وسیلو راوړلې خو اوس هیله لرو چې د یادې شبکې په فعالېدو سره به مو په دې برخه کې ستونزې حل شي.»
د یاد کلي بل اوسېدونکی خیالمحمد وايي: «اوبه کښته تللې دي، په هرو لسو کورونو کې یو کور څاه نه لري؛ موږ به د کلي له یوه سر نه بل سر ته د څښاک په اوبو پسي تلو خو اوس چې دا شبکه جوړه شوه، هر کور ته د اوبو نل تېر شوی.»
د یو بل خبر له مخې، د سرپل په مرکز کې هم نن د ۵ میلیون افغانيو په لګښت د څښاک پاکو اوبو دوه شبکې فعالې شوې.
دغه شبکې هم د یونیسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق په مالي ملاتړ جوړې شوې دي.
د دغه ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې رییس داملا جمعه حقیار پژواک خبري اژانس ته وویل، د سرپل د مرکز اړوند په عليزي کلي کې نن د درې میلیون او په شېراباد کې د دوه میلیون افغانیو په لګښت د څښاک اوبو دوه پروژې فعالې شوې.
هغه زیاته کړه چې د یادو پروژو لګښت د یونیسف له خوا ورکړل شوی او د کلیو پراختيا او بیارغونې ریاست تر څارنې لاندې بشپړې شوې دي.
نوموړي وویل، د یادو شبکو لپاره ۹۰ متره ژورې څاګانې کیندل شوې او هره شبکه د ۲۰ متره مکعب اوبو ځایولو وړتیا لري چې په ټولیز ډول د ۴۱۰ کورنیو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرولای شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










