ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې ښوونځيو ته ۳۰ زره نوي زده‌کوونکي جذبېږي

لوګر کې ښوونځيو ته ۳۰ زره نوي زده‌کوونکي جذبېږي

author avatar
26 Mar 2023 - 16:27
لوګر کې ښوونځيو ته ۳۰ زره نوي زده‌کوونکي جذبېږي
author avatar
26 Mar 2023 - 16:27

پل علم (پژواک، ۶ وری ۱۴۰۲): د لوګر د پوهنې ریاست چارواکي وایي، په مرکز پل علم او ولسوالیو کې یې ښوونځيو ته د نوو زده‌کوونکو د شامېلېدو لړۍ پیل کړې چې له مخې به یې، ۳۰ زره نوي زده‌کوونکي جذب شي.

د یاد ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب پژواک خبري اژانس ته وویل، د ۱۴۰۲ ښوونیز کال له پيل سره سم یې په مرکز پل علم او ولسوالیو کې ښوونځيو ته د نجونو او هلکانو د شامېلېدو لړۍ پيل کړې ده چې په یوه میاشت کې به بشپړه شي او ۳۰ زره د ښوونځيو په عمر برابر زده‌کوونکي به ښوونځيو ته جذب شي.

هغه وايي، په یاد شمېر نوو زده‌کوونکو کې ۱۲ زره نجونې او ۱۸ زره هلکان دي.

نوموړی زیاتوي: «د لوګر ولایت په مرکز پل علم ښار او د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې دولتي ښوونځيو ته د نویو زده‌کوونکو چې عمرونه یې ۷ کاله وي، د جذب پروګرام پيل شوی دی؛ غوښتنه مې له علماوو، قومي مشرانو او د ماشومانو له کورنیو څخه دا ده چې د ښوونځيو په عمر برابر نجونې او هلکان په نږدې ښوونځيو کې شامل کړي.»

بلخوا خلک هم خوښ دي چې د یاد ولایت د پوهنې ریاست ښوونځيو ته زرګونه نوي زده‌کوونکي جذبوي، خو ټینګار کوي چې زده‌کوونکو ته د لیک لوست منظم چاپېریال او اسانتیاوې برابرې کړي.

د مرکز پل علم یوه اوسېدونکي عبدالباري پژواک خبري اژانس وویل، د ټولو کورنیو دا دنده ده چې د ښوونځيو په عمر برابر زده‌کوونکي په ښوونځیو کې شامل کړي.

نوموړي زیاته کړه، دولت باید په لوګر ولایت کې هغه ښوونځيو ته چې ودانۍ نه لري ودانۍ جوړې کړي او د زده‌کوونکو د کتابونو او د مسلکي ښوونکو کمښت ستونزې هم هوارې کړي.

د مرکز پل علم یوه بل اوسېدونکي حضرت‌محمد پژواک خبري اژانس ته  وویل، حکومت باید ژر تر ژره د نجونو پر مخ تړلي ښوونځي بېرته پرانیزي.

هغه همدارنګه زیاته کړه، که حکومت د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو بېرته پرانیستلو اجازه ورنکړي نو دا به د نجونو د زده‌کړې پر بهیر منفي اغېزې وکړي.

د لوګر په مرکز پل علم او ولسوالیو کې په ۲۷۵ ښوونځیو کې ۱۵۰ زره نجونې او هلکان پر زده‌کړو بوخت دي چې له ډلې یې ۵۰ زره نجونې دي؛ خو د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي د نورو ولایتونو په څېر تر امرثاني پورې تړلي دي.

Visits: 75

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.