ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیکا کې د ۴ میلیون افغانیو په لګښت د څښاک اوبو شبکه جوړه شوه

پکتیکا کې د ۴ میلیون افغانیو په لګښت د څښاک اوبو شبکه جوړه شوه

author avatar
26 Mar 2023 - 15:42
پکتیکا کې د ۴ میلیون افغانیو په لګښت د څښاک اوبو شبکه جوړه شوه
author avatar
26 Mar 2023 - 15:42

ښرنه (پژواک، ۶ وری ۱۴۰۲): د پکتیکا د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست وايي، د دغه ولایت د یوسف‌خېلو ولسوالۍ اړوند په خیربین کلي کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق/ UNICEF له لوري د ۴ میلیون افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو یوه شبکه جوړه شوه.

د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دې شبکې جوړولو چارې تېر کال پیل شوې وې چې اوس بشپړې شوې.

سرچینې لیکلي چې پر یادې پروژې ۴ میلیون افغانۍ لګښت راغلی چې د یونیسف ادارې له لوري ورکړل شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې، یاده شبکه د ژورې څاه او یوې ذخېرې په لرلو سره تر ۶ کیلومتره ساحې پورې ۲۷۰ کورنیو ته د پاکو اوبو رسولو ظرفیت لري.

د سیمې خلک خوښ دي چې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کوي.

محمدالله نادري د خیربین کلي یوه اوسېدونکي پژواک خبري اژانس ته وویل، د دوی کلی ډېره غرنۍ سیمه ده او خلک یې لا هم د لارو، روغتیا او پوهنې په څېر اساسي برخو کې له ګڼو ستونزو کړېږي.

د نادري په خبره، تر دې مخکې به د دوی د کلي خلکو د څښاک اوبه په ډېرو زحمتونو پيدا کولې چې یا خو تر لرې ځایونو پسې تلل یا به یې د ګرځنده ټانکرونو نه په بیه اخیستلې.

هغه وایی: «موږ به مخکې د څښاک اوبه په شواخون پيدا کولې، دا ستونزه به په ژمي کې دومره زیاته وه چې په يخ کې به ډېر لرې پسې تلو، اوس دا دی د یونیسف په مرسته زموږ د کلي تر کورونو، روغتون او ښوونځي را ورسېدې.»

د نوموړي په خبره، د کلي ټول خلک یې ډېر خوشحاله دي چې د یادې شبکې په جوړېدو سره د څښاک اوبه په کورنو کې لري او له ډول ډول ناروغیو به خوندي وي.

د یادونې ده، د پکتیکا پر یوسف‌خېل سربېره په زرغون ښار، اورګون او ګیان ولسوالیو کې هم د څښاک پاکو اوبو یو شمېر شبکو چارې په بشپړېدو دي چې د ډېرو خلکو ستونزې به ورسره حل شي.

Visits: 85

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.