ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې د ځمکې پر سر شخړه کې درېيو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

بغلان کې د ځمکې پر سر شخړه کې درېيو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

author avatar
28 Mar 2023 - 15:52
بغلان کې د ځمکې پر سر شخړه کې درېيو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
author avatar
28 Mar 2023 - 15:52

پلخمري (پژواک، ۸ وری ۱۴۰۲): ځايي سرچینې وايي، د بغلان په مرکز پلخمري کې د دوو کورنیو ترمنځ پر دولتي ځمکې شخړه کې د یوې کورنۍ درېيو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د بغلان د ډنډ شهاب‌الدین سیمې اوسېدونکي حیدرخان نن (د وري ۸مه) پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت د کندوز تیپې کلي د دوو کورنیو ترمنځ پر دولتي ځمکې لانجه څو ورځې وړاندې هواره شوه، خو پرون مازيګر یې بیا ترمنځ شخړه شوې چې پکې د یوې کورنۍ دوه کسان وژل شوي او یو ټپي دی.

هغه زياته کړه، د یادو کورنیو ترمنځ په شخړه کې د شاه‌محمد په نوم یو کس چې د یوې کورنۍ مشر دی، ټپي شوی او دوه زامن یې په ډزو وژل شوي دي.

د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي شېراحمد برهاني هم د پېښې په تایيدولو سره وايي، له یادې سیمې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر د شخړې راپور ورکړل شوی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.