ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ د کړنګل درې خلک: ماشومانو ته مو له نهم ټولګي پورته زده‌کړو زمینه برابره نه ده

د کونړ د کړنګل درې خلک: ماشومانو ته مو له نهم ټولګي پورته زده‌کړو زمینه برابره نه ده

author avatar
30 Mar 2023 - 15:32
د کونړ د کړنګل درې خلک: ماشومانو ته مو له نهم ټولګي پورته زده‌کړو زمینه برابره نه ده
author avatar
30 Mar 2023 - 15:32

اسعداباد (پژواک، ۱۰ وری ۱۴۰۲): د کونړ د ماڼوګي ولسوالۍ اړوند کړنګل درې اوسېدونکي وايي، په دغه سیمه کې شاوخوا ۳۰ زره کسان ژوند کوي چې ماشومانو ته يې له نهم ټولګي پورته زده‌کړو زمینه برابره شوې نه ده.

د یادې درې د بیدیال کلي اوسېدونکي او قومي مشر حاجي عبدالرحمن، پژواک خبري اژانس ته وویل، کړنګل دره د ماڼوګي ولسوالۍ له مرکزه شاوخوا ۲۰ کیلومټره لرې پرته ده او پوخ سړک نه لري.

هغه وايي، په یاده دره کې یو منځنی ښوونځی فعال دی او ماشومان له نهم ټولګي وروسته بې‌برخلیکه پاتې کېږي؛ ځکه په وینا يې چې د ولسوالۍ تر مرکزه تګ راتګ ورته ډېر ستونزمن دی.

نوموړي وویل: «موږ د ولسوالۍ له مرکزه شاوخوا ۲۰ کیلومتره لرې په یوه غرنیزه دره کې اوسېږو، یو منځنی ښوونځی راته څو کاله وړاندې جوړ شوی، هغه هم د جګړو او ناامنیو پر مهال زیانمن شوی دی.»

د یاد قومي مشر په خبره، خلک لېوال دي چې پر خپلو بچیانو زده‌کړې وکړي، خو د اسانتیاوو نشتوالي له امله له ډېرو ماشومانو تر نهم ټولګي وروسته زده‌کړې پاتې شوې دي.

د کړنګل درې یوه بل قومي مشر حاجي عصمت‌الله وويل، د تېر جمهوري نظام له چارواکو يې څو ځله په سیمه کې د لېسې جوړولو غوښتنه کړې وه خو دا هیله يې پوره نه شوه.

هغه وویل: «زموږ ډېر ماشومان چې له نهم ټولګي فارغ شي، بیا ترې نورې زده‌کړې پاتې وي؛ ځکه له موږ څخه لېسه لرې ده او هره ورځ څلور پنځه ساعته پلې مزل ماشومان مو نه شي کولی.»

نوموړي له حکومته غواړي چې د دوی په سیمه کې دې ماشومانو ته لېسه جوړه کړي او په وینا يې، که داسې ونه شي نو ماشومان به له زده‌کړو بې‌برخې پاتې شي.

د کړنګل درې د منځني ښوونځي د نهم ټولګي زده‌کوونکی برکت‌الله وايي: «له لوړو زده‌کړو سره ډېره مینه لرم او غواړم چې ډاکټر شم، خو ستونزه دا ده چې زموږ په سیمه کې له نهم ټولګي پورته زده‌کړو زمینه نه ده برابره او اندېښنه لرم چې که دلته لېسه جوړه نه شي نو زده‌کړې به رانه پاتې شي.»

هغه زیاته کړه، د ماڼوګي ولسوالۍ په مرکز کې لېسه شته خو په وینا يې، لار ډېره اوږده ده او تګ راتګ ډېر ستونزمن دی.

نوموړي وویل، د سیمې ډېر ځوانان چې پخوا له نهم ټولګي فارغ شوي، اوس وزګار دي او د زده‌کړو له کاروانه پاتې شوي دي.

د یادې سیمې یوه بل اوسېدونکي شاکرالله -چې دوه کاله وړاندې له نهم ټولګي فارغ شوی- پژواک ته وویل: «زموږ د خلکو اقتصادي وضعیت ډیر خراب دی، په سیمه کې مو اساسي سړک نشته، زه دوه کاله وړاندې همدلته د خپلې سیمې له متوسطې فارغ شوم، نور راڅخه زده‌کړې پاتې شوې؛ ځکه دلته لېسه شتون نه لري چې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړم.»

هغه له حکومته غواړي چې په یاده دره کې د خلکو نفوس او اړتیاوو ته په کتو تر دوولسم ټولګي د زده‌کړو مناسبه زمینه برابره کړي.

د کړنګل د منځني ښوونځي مدیر عبدالخالق وایي، هلته یوازې یو منځنی ښوونځی شته چې له ۳۰۰ ډېر ماشومان پکې زده‌کړې کوي.

د هغه په وینا، یاد ښوونځی د خلکو نفوس او د سیمې موقعیت ته په پام سره بسنه نه کوي او باید لېسه شي.

نوموړي زیاته کړه: «دلته لسګونه واړه او لوی کلي پراته دي او شاوخوا ۳۰ زره اوسېدونکي لري، نو یوازې یو منځنی ښوونځی د ماشومانو لپاره بسنه نه کوي.»

په ورته مهال د پوهنتون استاد او مدني فعال صادق‌الله سیار وايي، د کړنګل درې په څېر د کونړ په ډېرو لرو سیمو کې اوس هم خلک په بشپړ ډول زده‌کړو ته لاسرسی نه لري.

هغه زیاته کړه: «کونړ چې یو غرنیز ولایت دی او ډېر خلک یې په غرونو او بانډو کې ژوند کوي، د زده‌کړو په برخه کې هغه ډول اسانتیاوې ورته نشته څومره چې اړتیا لیدل کېږي.»

نوموړي له حکومته وغوښتل چې خلکو ته دې د هغوی له اړتیاوو سره سم د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

دغه راز د کونړ ولایت یو دیني عالم مولوي منیب وايي، زده‌کړو ته لاسرسی یو بشري حق دی.

هغه ټینګار کوي، حکومت باید په هغو سیمو کې چې ښوونځي نشته او ماشومان یې زده‌کړو ته لاسرسی نه لري، د زده‌کړو اسانتیاوې برابرې کړي.

بلخوا، د یاد ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وايي چې په کړنګل دره کې به د لېسې جوړولو لپاره هڅې وکړي.

د کونړ د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال قاري احسان‌الله محمود وویل، د ماڼوګي ولسوالۍ په کړنګل دره کې د لېسې لپاره اړتیا شته او دوی دا ستونزه له اړوند وزارت سره شریکه کړې ده.

هغه وايي، هیله ده چې ډېر ژر به د کړنګل او نورو هغو سیمو منځني ښوونځي پر لېسو بدل شي چې اړتیا ورته لېدل کېږي.

Visits: 165

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.