ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امریکا ددفاع وزیر: له افغانستانه د ځواکونو د ویستلو له پرېکړې پښېمانه نه یو

د امریکا ددفاع وزیر: له افغانستانه د ځواکونو د ویستلو له پرېکړې پښېمانه نه یو

author avatar
31 Mar 2023 - 01:41
د امریکا ددفاع وزیر: له افغانستانه د ځواکونو د ویستلو له پرېکړې پښېمانه نه یو
author avatar
31 Mar 2023 - 01:41

اټلانټا (پژواک، ۱۰ وری ۱۴۰۲): د امریکا ددفاع وزیر لویډ اسټین دکانګریس غړو ته ویلي چې دوی له افغانستان څخه په ناببره توګه د ځواکونو دویستلو له پروسې پښېمانه نه دي.

دبي بي سي د خبر له مخې، نوموړي پرون د امریکا استازو جرګې د پوځي خدمتونو کمېټې د جمهوري غوښتونکو غړو له لوري وربلل شوی و، د نورو پوښتنو تر څنګ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو کاواکه وتل هم ډېرو استازو ته مهمه پوښتنه وه.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو ناببره او په بیړه وتلو له کبله د ولسمشر جوبایډن اداره په امریکا او له امریکا بهر له پراخو نیوکو سره مخ ده.

د ځواکونو د وتلو پر مهال تر ټولو لویه پېښه چې امریکایان یې سپیناوی غواړي د هغه برید موضوع ده چې د کابل نړیوال هوایي ډګر کې وشو او په پایله کې یې ۱۳ امریکايي سرتیري او نږدې ۱۷۰ولسي افغانان ووژل شول.

پرون د امریکا استازو جرګې د پوځي خدمتونو کمېټې، جمهوري غوښتونکو غړو دفاع وزیر لوید استین په سختو پوښتنو وننګوه.

په دې منځ کې د امریکا د انډیانا ایالت جمهوري غوښتونکي استازي او پخواني جنرال جیم بنکس چې په افغانستان کې یې هم دنده ترسره کړي له اسټین وپوښتل:” ایا تاسو د پوځیانو د ایستلو په اړه کومه پښېمانې لرئ؟”

د امریکا دفاع وزیر په ځواب کې ورته ویلي: ” زه د ولسمشر بایډن له پرېکړې ملاتړ کوم، زه په دې اړه هیڅ پښېماني نه لرم.”

د امریکایي ولسمشر جوبایډن دغه لوړ پوړی پوځي مشر داسې مهال د پوځي خدمتونو کمېټې وربللی وو چې همدا روانه اونۍ د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکین په ورته موضوع وربللی وو.

په امریکا کې ددې موضوع په تړاو جنجالي بحثونه له ډېره وخته را روان دي چې د کره جزیاتو او سپیناوي لپاره وخت ناوخت په مشرانو او ولسي جرګو دواړو کې جمهوري غوښتونکي استازي اړوند ملکي او پوځي چارواکي ورغواړي.

د کانګرس د بهرنیو اړیکو د خدمتونو د کمیټې مشر او جمهوري غوښتونکی غړی مایکل مکال همدا روانه میاشت په یوه ورته غونډه کې د بایډن د حکومت له خوا د تخلیې او وګړو ایستلو پر بهیر سختې نیوکې وکړي او دا کار یې د بایډن حکومت ماتې بللې وه.

سیګار یا د افغانستان پر بیا رغونه د څار امریکایۍ ادارې او نورو خپلواکو بنسټونو هم د ډونالډ ټرمپ او جوبایډن ادارې د افغانستان د پخواني پوځ د لیکو پر ماتېدو او پر افغانستان د طالبانو بیا واکمنیدو اصلي لاملونه بللي.

خو د ولسمشر بایډڼ اداره بیا له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتل خپله لویه لاسته راوړنه بولي چې ګواکي د امریکا ګټې یې خوندي کړې او په مقابل کې په افغانستان کې چې څه پېښ شوي پړه یې تر ډېره د افغانستان په پخواني جمهوري دولت اچوي چې ګواکې د سولې او پخلاینې بهیر ته یې ژمنیتا نه درلوده او د طالبانو پر وړاندې یې مقاومت هم ونه کړ.

Visits: 310

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.