منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۱۰ غ.م
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

رویټرز: ملګرو ملتونو په افغانستان کې خپلو کارکوونکو ته ویلي چې تر دوو ورځو دې دندو ته نه ځي

· ۳ دقیقې لوستل · ۲۱۶ کتنې

کابل (پژواک، ۱۶ وری ۱۴۰۲): د راپورونو له مخې، د ملګرو ملتونو سازمان په افغانستان کې خپلو شاوخوا ۳۳۰۰ کارکوونکو ته ویلي چې راتلونکې دوې ورځې دې خپلو دندو ته نه ځي.

رویټرز خبري اژانس نن (چهارشنبه) د ملګرو ملتونو د چارواکو په حواله د یوه راپور په خپرولو سره لیکلي، دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې د افغانستان سرپرست حکومت چارواکو د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځینه کارکوونکو پر کار بندیز ولګاوه.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک په نیویارک کې خبریالانو ته ویلي چې د دغه سازمان چارواکي به د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له مسوولینو سره وګوري او پر دې موضوع به خبرې وکړي.

هغه زیاته کړې: «په افغانستان کې د ملګرو ملتونو چارواکو د بالفعل چارواکو له خوا یو حکم ترلاسه کړی چې د ملګرو ملتونو ښځینه کارکونکې له کار کولو منع کوي.»

سرچینې زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو په ادارو کې شاوخوا ۴۰۰ افغان ښځې کار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه ناوخته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) وویل چې د سرپرست حکومت سیمه‌ییز مسوولین د دغې ادارې ښځینه کارکوونکو ته د کار او دفتر ته د تګ اجازه نه ورکوي.

یوناما پرون (سه‌شنبه، د وري ۱۵مه) په ټویټر کې لیکلي: «په دې اړه چې په ننګرهار کې د ملګرو ملتونو ښځینه کارکونکې کار له تلو منع شوې دي، جدي اندېښنه لرو؛ چارواکو ته بالفعل یادونه کوو چې د ملګرو ملتونو ادارې له ښځینه کارکونکو پرته ژغورونکي پروګرامونه او فعالیتونه نه شي ترسره کولی.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد له یادې پرېکړې دفاع کړې او ویلي یې و چې دغه بندیز په بشپړ ډول د اسلامي قوانینو پر اساس دی.

نوموړي رسنیو ته ویلي: «اسلامي امارت اوس دې پایلې ته رسېدلی چې ښځې د غیردولتي بنسټونو په هغو برخو کې چې ورته اړتیا نشته، ضرورت نه لري کار وکړي.»

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست