ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پوهنې ریاست: سږ کال پکتیکا کې د جدیدالشمول زده‌کوونکو شمېر ډېر شوی

پوهنې ریاست: سږ کال پکتیکا کې د جدیدالشمول زده‌کوونکو شمېر ډېر شوی

author avatar
8 Apr 2023 - 15:36
پوهنې ریاست: سږ کال پکتیکا کې د جدیدالشمول زده‌کوونکو شمېر ډېر شوی
author avatar
8 Apr 2023 - 15:36

ښرنه (پژواک، ۱۹ وری ۱۴۰۲): د پکتیکا د پوهنې ریاست مسوولین وايي، سږ کال په دغه ولایت کې ښوونځیو ته د نوو شامل شوو زده‌کوونکو په شمېر کې ۴۰ سلنه ډېروالی راغلی دی.

د یاد ولایت د پوهنې رییس مولوي عبدالقیوم فاروقي پژواک خبري اژانس ته وویل، د نوي ښوونیز کال له پیلېدو سره د کورنیو له لوري په ښوونځيو کې د ماشومانو شاملولو لړۍ پیل شوې چې تر دا مهاله د جدیدالشمول زده‌کوونو شمېر ۳۰ زرو ته رسېږي.

هغه وايي، له دغو ۳ زرو ماشومانو ۱۸ زره یې هلکان او ۱۲ زره نجونې دي چې په مرکز او ولسوالیو کې تازه ښوونځیو ته شامل شوي دي.

نوموړی زیاتوي: «تېر کال په پکتیکا کې د جدیدالشمول زده‌کوونکو شمېر ۱۸ زره تنه وو، خو سږ کال ۳۰ زره ته لوړ شوی چې د تېر په پرتله په کې ۴۰ سلنه ډېروالی راغلی دی.»

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.