ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې ۲۹۱ ښوونځي ودانۍ نه لري

کونړ کې ۲۹۱ ښوونځي ودانۍ نه لري

author avatar
9 Apr 2023 - 15:36
کونړ کې ۲۹۱ ښوونځي ودانۍ نه لري
author avatar
9 Apr 2023 - 15:36

اسعداباد (پژواک، ۲۰ وری ۱۴۰۲): د کونړ د پوهنې ریاست چارواکي وایي، په دغه ولایت کې له نیمایي ډېر دولتي ښوونځي ودانۍ او د زده‌کوونکو لپاره د سرپناه مناسبې اسانتیاوې نه لري.

د کونړ د پوهنې رییس محب‌الله حیدري وایي، په دغه ولایت کې ۴۹۴ دولتي ښوونځي فعال دي چې له دې ډلې ۲۹۱ یې ودانۍ نه لري او زده‌کوونکي یې د باد او باران پر مهال له سختو ستونزو سره مخ وي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل: «د بې‌تعمیره ښوونځیو له جملې مو ۲۰ هغو ته په کرایي ودانۍ نیولې، ځینو ته ولس په موقتي توګه خپل کورونه ورکړي دي، د ځینو ښوونځیو زده‌کوونکي په جوماتونو، خېمو او ډېر نور یې تر شنه اسمان لاندې زده‌کړې کوي.»

د هغه په خبره، د ښوونځیو د سرپناه او ودانیو نشتوالي ستونزه یې د پوهنې وزارت له مشرتابه سره شریکه کړې او تمه ښیي چې یاد ولایت ته د پوهنې د ودې په برخه کې پاملرنه ډېره کړي.

هغه وویل: «د ښوونځینو لپاره د معیاري ودانیو او سرپناه نشتوالی، د ښوونکو کمښت او ګڼې نورې ستونزې هغه څه دي چې زموږ د پوهنې بهیر اغېزمنولی شي. زموږ غوښتنه ده چې د معارف په برخه کې کونړ ولایت ته پاملرنه زیاته شي او شته ستونزې مو حل شي.»

په ورته مهال، د یاد ولایت د هغو ښوونځيو زده‌کوونکي چې د ودانۍ نشتوالي له امله تر شنه اسمان لاندې زده‌کړې کوي، شکایت لري چې په اوړي کې د ګرمې هوا او ژمي کې د سختې یخنۍ له امله له ستونزو سره مخ وي.

د ماڼوګي ولسوالۍ د مناګي سیمې د طاهر فرهاد ابتدايي ښوونځي زده‌کونکي عثمان پژواک ته وویل: «زموږ ښوونځی ودانۍ نه لري، موږ څو ټولګي تر خېمو لاندې زده‌کړې کوو، ځیني زده‌کوونکي مو د ونو سیوري لاندې زده‌کړې کوي، کله چې باران وي نو موږ بیا رخصت یو.»

 د یاد ولایت د وټه‌پور ولسوالۍ اړوند ګمبیر لېسې مدیر مولوي محمدعامر وایي، د سرپناه او ودانۍ نشتوالي له امله یې ډېر کله د باران پر مهال زده‌کوونکي رخصت وي او د ګرمۍ په وخت کې بیا د ونو تر سیوري لاندې تدریس کوي.

هغه زیاته کړه: «زموږ لېسه ودانۍ نه لري، زده‌کونکي مو تر شنه اسمان لاندې زده‌کړې کوي، د ګرمۍ پر مهال خو یوه چاره کېږي چې زده‌کوونکي مو د ونو ترسیورو لاندې ناست وي، خو د اورښت او باد پر وخت هیڅ هم نه شو کولای، مجبور یو چې زده‌کوونکي رخصت کړو.»

هغه وایي، د ودانۍ او سرپناه نشتوالي یې د زده‌کړو بهیر ټکنی کړی او همدا لامل دی چې د دوی د سیمې ډېری ځوانان زده‌کړو ته زړه نه ښه کوي او نالوستي پاتې کېږي.

بلخوا، د کونړ یو شمېر اوسېدونکي هم ټینګار کوي چې حکومت دې د پوهنې د پرمختګ په برخه کې دغه ولایت ته پاملرنه ډېره کړي.

د یاد ولایت د سیدجماالدین افغان پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد محمدرضا زهیر وایي، زده‌کړه د هر انسان حق دی او حکومت مسوولیت لري چې خپلو وګړو ته د زده‌کړو مناسب چاپېریال برابر کړي.

هغه وویل: «په تېرو کلونو کې د معارف په برخه کې کونړ ته پاملرنه نه ده شوې، له نیمایي ډېرې دولتي تعلیمي ادارې ودانۍ او سرپناه نه لري، له امله یې زموږ پر پوهنیز بهیر هم ناوړه اغېز شوی.»

دیني عالم او د زده‌کړو برخې یو فعال نذیرالله عابد وايي، د اسلام مبارک دین علم پر نارینه او ښځینه دواړو فرض کړی او دې چارې ته باید مناسب چاپېریال او ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

هغه وایي، لاهم د کونړ په ګڼو سیمو کې اړتیا لیدل کېږي چې نوي ښوونځي جوړ او ځايي خلکو ته د زده‌کړو وړیا فرصتونه برابر شي، څو هیڅ وګړی له دیني او عصري زده‌کړو لرې پاتې نه شي.

دغه‌راز مدني فعال عبدالقدوس شمس وایي، په تېرو کلونو کې د جګړو له امله کونړ ته د پوهنې په برخه کې پاملرنه نه ده شوې او اړتیا ده چې د دغه ولایت په ګڼو سیمو کې د ښوونځیو شته ودانۍ ترمیم او د بې‌سرپنا ښوونځیو لپاره نوې او عصري ودانۍ جوړې شي.

هغه وایي، د تېر حکومت پر مهال د «اقرا» برنامې له لارې د کونړ ۲۰۰ ښوونځیو لپاره د نوو او عصري ودانیو جوړول منظور شوي وو، خو تر اوسه یې عملي چارې پیل شوې نه دي.

د مرکز اسعداباد اوسېدونکی او د ټولنیزو چارو فعال محمدلایق سمون هم ټینګار کوي چې په کونړ کې د پوهنې د ودې لپاره دې پر حکومت سربېره نړۍوالې خیریه موسسې هم پاملرنه ډېره کړي.

د هغه په خبره: «کونړ یو غرنی ولایت دی او اړتیا لیدل کېږي چې په هره سیمه او دره کې یې ځایي خلکو ته د زده‌کړو مناسب فرصتونه برابر شي.»

د کونړ د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې، اوس په دغه ولایت کې ۴۴۰ دولتي او ۲۰ خصوصي ښوونځي او ۳۶ دولتي او ۸ خصوصي دیني مدرسې فعالیت لري چې ۱۱۰ يې لېسې دي.

Visits: 320

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.