ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې بېګم تاریخي څلی د نړېدو له ګواښ سره مخ دی

غزني کې بېګم تاریخي څلی د نړېدو له ګواښ سره مخ دی

غزني (پژواک، ۲۰ وری ۱۴۰۲): د غزني یو شمېر اوسېدونکي او فرهنګیان وايي، د دغه ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د «بېګم» په نوم تاریخي څلی یا ګنبد د نړېدو له ګواښ سره مخ دی چې مسوولین یې باید غم وخوري.

د بېګم څلی د یادې ولسوالۍ د «قیاق درې» په «خوش‌عبدال» سیمه کې دی چې تاریخي مخینه یې شاوخوا زر کاله مخکې اسلامي دورې ته رسېږي.

د جغتو ولسوالۍ د سرآب سیمې یوه اوسېدونکي محمد یاسین پژواک خبري اژانس ته وویل، بېګم څلی یا ګنبد په اسلامي دورې پورې تړاو لري چې زر کاله وړاندې د غزنویانو د وخت له مهمو معماریو څخه ګڼل کېږي.

هغه زیاته کړه، یاد تاریخي څلی د وخت په تېرېدو د طبیعي افاتو او جګړو له امله سخت زیانمن شوی، که پام ورته و نه شي نو لرې نه ده چې یو مخ له منځه لاړ شي.

نوموړی وايي، هر فرهنګي اثر او تاریخي ابده د هېواد د تاریخ ویاړلې پاڼه ده، که خدای مه‌کړه له منځه ځي، نو د نسلونو ترمنځ تاریخي، فرهنګي او ارزښتي تسلسل ورسره شلېږي.

د غزني فرهنګیان وايي، غزني یو مهم تاریخي او فرهنګي ولایت دی چې ډېر سپېڅلي اماکن او تاریخي ځایونه لري، کلونه کېږي دا او نور تایخي ابدات یې د نړېدو له جدي ګواښ سره مخ دي خو حکومتونو پام نه دی ورته کړی.

لیکوال او شاعر ضیا‌ء روان پژواک خبري اژانس ته وویل، یوازې بېګم څلی نه، بلکې په یاد ولایت کې سلګونه نور تاریخي او فرهنګي ابدات جدي رغونې ته اړتیا لري.

هغه اندېښنه ښيي، که اړوند مسوولین د دغه او له ګواښ سره مخ نورو تاریخي ځایونو رغولو ته پام و نه کړي، نو ښايي له منځه لاړ شي چې نه جبرانېدونکی زیان به وي.

نوموړی ادعا کوي او وايي، د تېر جمهوري نظام پر مهال مخکې له دې چې غزني د اسلامي نړۍ فرهنګي پلازمېنه ونومول شي، د تاریخي ځایونو د رغولو لپاره یې ډېرې پیسې ځانګړې شوې وې، خو حیف او میل شوې او یا په غیر ضروري ځایونو کې ولګول شوې.

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین هم مني چې د بېګم تاریخي څلي وضعیت د اندېښنې وړ دی، خو وايي چې موضوع یې له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره شریکه کړې ده.

په یاد ریاست کې د موزیم مسول اغامحمد خوشه‌زاده پژواک خبري اژانس ته وویل، په ۱۳۹۹ لمریز کال کې د بېګم څلي رغولو لپاره بودجه منظور شوې وه او په ۱۴۰۰ کال کې یې کار د پیلېدو په حال کې و چې په هېواد کې سیاسي تحول راغی او دغه چاره یې ودروله.

هغه زیاتوي: «په غزني کې د بېګم څلي ترڅنګ د لسو په شاوخوا کې تاریخي او فرهنګي ابدات داسې دي چې د نړېدو له جدي ګواښ سره مخ دي، موږ یې په اړه راپور له اطلاعاتو او فرهنګ وزرات سره شریک کړی دی.»

نوموړي یادونه وکړه چې څه وخت مخکې زلزلې هم د یاد ولایت یو شمېر تاریخي ځایونه لکه د محمد شریف خان تاریخي آبده، د غزني زاړه ښار دوه برجونه او د خواجه ملک‌یار پرنده تاریخي مقبره زیانمن کړي، که پام ورته و نه شي نو د نړېدو امکان یې ډېر دی.

د یادونې ده، په ۲۰۱۳ زېږدیز کال کې کله چې غزني د اسلامۍ نړۍ فرهنګي پلازمېنې په توګه ونومول شو، یو شمېر تاریخي ځایونه یې ورغول شول، خو یو شمېر نور یې هم رغولو ته اړتیا لري.

Views: 181

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.