ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د کرومایټ ډبرو یوه کان د استخراج چارې پیل شوې

خوست کې د کرومایټ ډبرو یوه کان د استخراج چارې پیل شوې

author avatar
10 Apr 2023 - 14:19
خوست کې د کرومایټ ډبرو یوه کان د استخراج چارې پیل شوې
author avatar
10 Apr 2023 - 14:19

خوست ښار (پژواک، ۲۱ وری ۱۴۰۲): خوست کې د کرومایټ ډبرو يوه کان د استخراج چارې پیل شوې.

د کرومايټ ډبرو دغه کان د ځاځي‌ميدان ولسوالۍ د «رځک منګي» په سيمه کې دی چې تېره ورځ يې د استخراج چارې د يوه خصوصي شرکت له خوا د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پيل شوې.

د خوست ولايتي مسوولين وايي، په دې سره به په ناقانونه ډول د دې قيمتي ډبرې د استخراج او قاچاق مخه ونيول شي.

د خوست د کانونو رییس صادق جان پژواک خبري اژانس ته وويل، د ياد کان استجراج چارې به په راتلونکو پنځو کلونو کې پای ته ورسېږي چې په منځني ډول به په کال کې ترې ۲۲۶۰ ټنه کرومايټ ډبرې ترلاسه شي.

د هغه په خبره، د یاد کان هر ټن کرومايټ ډبره په لس زره پنځه سوه افغانۍ قرارداد ورکړل شوې چې ټول ټال به د پنځو کلونو په جريان کې ۱۱۸ میليون او ۶۵۰ زره افغانۍ عوايد د دولت بودجې ته اضافه شي.

بل پلو، د خوست مرستيال والي مولوي محمدانور دين‌پرور وايي چې له دې مخکې په دغه ولايت کې د کرومایټ ډبرو استخراج په غیرقانوني بڼه ترسره کېده او نورو هېوادونو ته به د چاقاچ په ډول وړل کېدې خو په دغه قرارداد سره يې نور مخه ونيول شوه.

هغه پژواک ته وويل، اړتيا ته په کتو به د دغه کان له ډبرو د هېواد دننه استفاده کېږي او پاتې اضافي برخه به يې نورو هېوادونو ته صادریږي.

دی زياتوي: «پخوا يې چا د قاچاق مخه نه ده نیولې، په هره لاره تللې دي، هر چا وړې دي، خودسره کانونه کیندل شوي، چا یې حفاظت نه دی کړی او د قاچاق لارې هسې هم امارت اسلامي بندې کړې دي؛ خود به خوده به پروژه دلته کیندل کېږي، له دې ځایه به په سمه طریقه وړل کېږي.»

ورته مهال، د ځاځي‌ميدان ولسوالۍ اوسېدونکي بيا وايي چې د ياد کان په استخراج سره به د سيمې خلکو ته د کار زمينه برابره شي.

د يادې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي غفورخان پژواک اژانس ته وويل، له دې مخکې يادې ډبرې په قاچاقي ډول وړل کېدې، خو په قانوني ډول استخراجيږي.

د سيمې بل اوسېدونکي محمدرفيق چنار پژواک ته وويل، دا ډېره مهمه پروژه ده چې ورسره به د دوی بې روزګاره ځوانانو ته د کار او روزګار زمينه هم برابره شي.

د مسوولينو په وينا، د کرومايټ ډبرو ياد کان نږدې د نيم کيلومتر په اوږدوالي سره استخراجېږي.

Views: 1797

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.