غزني (پژواک، ۲۲ وری ۱۴۰۲): د غزني د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، له ماشومانو د ملګرو ملتونو ملاتړ صندوق/ UNICEF له لوري د دغه ولایت په واغظ ولسوالۍ کې د ۴.۵ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو یوه شبکه جوړه شوه او ۱۷۴ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.
د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس مولوي محمدقاسم امیني پژواک خبري اژانس ته وویل، د څښاک اوبو دغه شبکه د یونیسف په مالي او د ډاکار/ DACAAR موسسې په تخنیکي ملاتړ جوړه شوې چې څلورنیم میلیونه افغانۍ لګښت ورباندې راغلی دی.
هغه زیاته کړه، د اوبو د دغې شبکې په جوړېدو سره د یادې ولسوالۍ ۱۷۴ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شوې.
نوموړی وايي: «د څښاک اوبو د دغې شبکې جوړولو په پروژه کې د ۲ زره لېټره په وړتیا د اوبو یوه کانکرېټي زېرمه او د ۳۵۰۰ لېټره په وړتیا د اوبو فلزي زېرمې، د یوه جومات او ۱۷۴ کورونو لپاره د اوبو نلونه شامل دي.»
د واغظ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمد امیر د اوبو د دغې شبکې پر جوړېدو خوښي وښودله او ویې ویل، مخکې د دې سیمې اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو نشتوالي له امله ناروغان کېدل خو اوس دا ستونزه حل شوه.
نوموړي غوښتنه وکړه چې حکومت او مرستندویه ادارې دې په غزني ولایت کې د څښاک اوبو شبکو د جوړولو ترڅنګ د اوبو بندونه او چیکډیمونه جوړ کړي، څو تر ځمکې لاندې د اوبو سطحه لوړه شي او کرنه وده وکړي.
څه وخت مخکې هم د غزني ولایت د مرکز په قرهباغ سیمه کې د شاوخوا ۷ میلیون افغانیو په ارزښت د اوبو یوه شبکه جوړه شوې وه چې سلګونه کورنیو ته ترې د څښاک اوبه برابرېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










