Language

امنه محمد: د افغانستان سرپرست حکومت دې د ښځو پر کار او زده‌کړو بندیز لغوه کړي

کابل (پژواک، ۲۲ وری ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې د دغه سازمان د نفوس او پراختیا کمېسیون په ۵۶مه ناسته کې د افغانستان له سرپرست حکومته وغوښتل چې د ښځو پر کار او زده‌کړو بندیز لغوه کړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امنه محمد تېره ورځ (دوشنبه) د دغه سازمان د نفوس او پراختیا په  ناسته کې په پرانیستې وینا کې وویل، د زده‌کړو په برخه کې د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې شته ستونزه د اوسني عصر د پوهنې برخې یوه ستره ننګونه ده.

یاده غونډه په نیویارک ښار کې د ملګرو ملتونو په مرکز کې جوړه شوې وه.

هغې د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې وویل، له نړۍوالو ژمنو او پرمختګونو سره سره په نړۍ کې شاوخوا ۲۶۳ میلیون ماشومان له ښوونځیو بې برخې دي، دغه موضوع ښيي چې تر ۲۰۳۰ کال پورې باکیفیته زده‌کړو ته د ټولو لاسرسی په جدي ډول له سم لوري څخه بهر شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې اوس هم له یوه کال ډېر وخت تېرېدو وروسته د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو دروازې بندې دي؛ پوهنتونونه هم د تېر کال د لېندۍ میاشتې له وروستیو تر دویم امر پورې د نجونو پر مخ بند شوي دي او په کورني او بهرنیو غیردولتي بنسټونو کې د تېر کال له مرغومي میاشتې راهیسې د ښځو پر کار بندیز لګېدلی دی.

خو اسلامي امارت تل ټینګار کړی چې د اسلامي شریعت او افغاني کلتور په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته ژمن دی.