ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې د اوبو د لسو کانالونو پاکولو چارې پیل شوې

لوګر کې د اوبو د لسو کانالونو پاکولو چارې پیل شوې

author avatar
11 Apr 2023 - 15:05
لوګر کې د اوبو د لسو کانالونو پاکولو چارې پیل شوې
author avatar
11 Apr 2023 - 15:05

پل‌علم (پژواک، ۲۲ وری ۱۴۰۲): د لوګر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام/ WFP له لوري په یوه تازه ګام کې د دغه ولایت په مرکز او درېیو ولسوالیو کې د ځمکو او باغونو اوبولو د ۱۵۰ کانالونو پاکولو چارې پیل شوې.

د دغه ریاست د طبیعي سرچینو امر نصرالدین بهیج پژواک خبري اژانس ته وویل، دا کانالونه د پل‌علم ترڅنګ په محمداغه، خوښۍ او خروار ولسوالیو کې موقعیت لري چې له تېرو دوو اونیو راهیسې یې د پاکولو چارې پيل شوې دي.

هغه زیاته کړه، دغه کانالونه چې ټولټال ۱۵۰ کیلومتره اوږدوالی او ۵ متره سور لري، د خوړو نړۍوال پروګرام له لوري د راتلونکو شپږو میاشتو په ترڅ کې د پاکولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي.

هغه زیاته کړه، په پیل شوې پروژه کې شاوخوا دوه زره وزګارو کسانو ته د کارکولو زمینه برابره شوې ده او هر کارګر ته د میاشتې ۸۵۰۰ افغانۍ تنخوا ورکول کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.