ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

متقي د سمرقند غونډې ګډونوالو ته: د مخالفو قدرتونو د لومو مه ښکار کېږئ

متقي د سمرقند غونډې ګډونوالو ته: د مخالفو قدرتونو د لومو مه ښکار کېږئ

author avatar
14 Apr 2023 - 00:21
متقي د سمرقند غونډې ګډونوالو ته: د مخالفو قدرتونو د لومو مه ښکار کېږئ
author avatar
14 Apr 2023 - 00:21

اټلانټا (پژواک، ۲۴ وری ۱۴۰۲): د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د سمرقند غونډې ته ویلي، د افغانستان په تړاو د سیمې د هېوادونو سیاستونه باید د منفی تبلیغاتو او د مخالفو قدرتونو د لومو ښکار نه شي، بلکې دغه هېواد ته د خپلو ملي ګټو، منطقوي امنیت، ثبات او اقتصادي اتصال له زاویې وګوري.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء‌احمد د وري په ۲۴مه، د شپې ناوخته په ټویټر کې لیکلي چې امیر خان متقي دا څرګندونې د ازبکستان په سمرقند ښار کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو په ابتکار جوړې شوې څلورمې ناستې ته پخپله وینا کې وکړې.

مقتي زیاته کړې: «د دې ناستي ابتکار په واضح ډول ښيي چې موږ او تاسو په ګډه د خپلې سیمې د ثبات، امنیت او اقتصادي ښېرازۍ لپاره پوره ژمنتیا او مشترک برخلیک لرو او د خپل مشترک برخلیک لپاره به مشترکې او همغږې هڅې کوو، تر څو په سیمه کې د ثبات او امنیت د رامنځته کېدو له نوو فرصتونو څخه ګټه پورته کړو او د مشترکو ګواښونو پر خلاف مسؤولانه مبارزه وکړو. افغانستان له خپله اړخه له سیمې سره نژدې او همغږي تعامل ته لېوال دی.»

نوموړي وویل، افغانستان چې د مرکزي او سوېلي اسیا په یوه مهمه جیو ستراتيژيکه سیمه کې موقعیت لري، اوس د یوه مسؤول او متعهد حکومت له واکمنۍ برخمن دی؛ یو باثباته او امن افغانستان کولای شي چې د سیمې په امنیت، ثبات او اقتصادي اتصال کې محوري رول ولوبوي.

هغه وایي: «زموږ هیله به دا وي چې د سیمې هېوادونه هم په افغانستان کې د ثبات او اقتصادي ښېرازۍ لپاره په مشترک ډول هغه شرایط برابر کړي چې مرسته وکړي ترڅو افغانستان خپل رغنده رول ولوبوي، موږ په خپله هم چمتو یو چې د یوه مسؤول حکومت په توګه خپل مسؤولیتونه ادا کړو.»

د نوموړي په وینا، دوی په هېڅ صورت اجازه نه ورکوي چې افغانستان له دې وروسته د منفي ټکرونو او نامشروع رقابتونو مرکز شي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر زیاته کړې، په افغانستان کې وروستي مثبت پرمختګونه لکه د بهرنیو ځواکونو وتل، قوي مرکزي حکومت رامنځته کېدل، د قانون او نظم حاکمیت، ډاډمن امنیت، د فساد ختمېدل، عدلي او قضايي ارګانونو ته لاسرسی، د نشه‌يي توکو پر کښت او قاچاق بندیز او په نهایت کې د افغانستان د حکومت مثبته اراده د دغه هېواد او سیمې ترمنځ د نږدې او هدفمندې همکارۍ زمینه برابروي.

امیرخان متقي وایي، اوس د دې زمینه برابره شوې چې افغانستان د سیمه‌ییز اتصال په ټولو پروژو کې، لکه ټرانس افغان رېل‌پټلۍ، ټاپي، ټاپ، کاسا زر او د چین په نوښت د کمربند او لارې پروژه کې خپل رول ولوبوي.

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر وویل، افغانستان پر خپلې ژمنې ټینګ ولاړ دی چې هېڅ فرد او یا ډلې ته به اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د سیمې او یا د نړۍ د کوم هېواد پرخلاف وکاروي او یا په افغانستان کي د نشه‌يي توکو کښت یا قاچاق وکړي.

د هغه په وینا، دا یوازې د لفظي ژمنې تر حده نه خلاصه کېږي، بلکې دوی عملاً په افغانستان کې د امنیت او ثبات لپاره پر جدي مبارزې بوخت دي او په دې برخه کې ښې لاسته‌راوړنې هم لري.

امیر خان متقي وویل، د اوسني حکومت له واکمنېدو راهیسې -چې نږدې دوه کاله کېږي- هېڅ داسې کومه جدي امنیتي پېښه نه ده شوې چې ريښې یې له افغانستانه سرچینه اخیستې وي.

هغه زیاته کړه: «موږ د افغانستان ملي ګټې د سیمې په امنیت، ثبات او اقتصادي اتصال کې تعریفوو او دا هغه بحث دی چې زموږ د ټولې منطقې ګټې خوندي کولای شي.»

د هغه په وینا، پر دې اساس د سیمې هېوادونه باید متوجه واوسي چې د افغانستان په تړاو يې سیاستونه د منفی تبلیغاتو او د مخالفو قدرتونو د لومو ښکار نه شي، بلکې د خپلو ملي ګټو او منطقوي امنیت، ثبات او اقتصادي اتصال له زاویې افغانستان ته وګوري؛ د افغانستان حالات په خپلو سترګو له نږدې وڅاري او ورسره مثبت تعامل وکړي.

هغه وویل، د سیمې مثبت او جدي سیاسي، امنیتي او اقتصادي تعامل کولای شي چې د افغانستان او سیمې د ګټو له خوندیتوب سره مرسته وکړي.

د نوموړي په وینا، د افغانستان بې‌ثباتي د هیچا په ګټه نه ده؛ ځکه د ټولې سیمې د بې‌ثباتۍ، د نشه‌يي توکو د ودې، د وسلو د قاچاق، کډوالۍ او نورو ورته ناخوالو لامل کېږي.

Visits: 143

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.