ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې اورښتونو او سېلابونو خلکو ته زیانونه اړولي

کونړ کې اورښتونو او سېلابونو خلکو ته زیانونه اړولي

author avatar
30 Apr 2023 - 17:38
کونړ کې اورښتونو او سېلابونو خلکو ته زیانونه اړولي
author avatar
30 Apr 2023 - 17:38

اسعداباد (پژواک، ۱۰ غويی ۱۴۰۲): د کونړ طبيعي پېښو ته د رسېدنې ادارې مسوولین وایي، د تېرې پنجشنبې او جمعې ورځو اورښتونو، ږلۍ او سېلابونو په مرکز اسعداباد او یو شمېر ولسوالیو کې خلکو ته مالي زیانونه اړولي دي.

د یاد ولایت طبيعي پېښو ته د رسېدنې ریاست د زیانونو د ارزونې مدیر احسان‌الله احسان نن د غویي په ۱۰مه پژواک خبري اژانس ته وویل: «د پنجشنبې او جمعې ورځو پرله‌پسې بارانونو، ږلۍ او سېلابونو له امله څلور کسا ټپیان شوي، ۱۹ کورني حیوانات تلف شوي، ۱۲۴ د استوګنې کورونه، ۹۸۲ جریبه کرنیزه ځمکه تخریب شوي دي.»

هغه زیاته کړه چې د دغو سېلابونو او اورښتونو له امله ۳۴ جریب باغونه، ۲۱ کیلومتره سړکونه، ۱۱ د اوبو څاه‌ګانې، ۲۰۰ متره ویالې او سربندونه هم زیانمن شوي دي.

نوموړي وویل: «د زیانونو کچې د معلومولو په موخه په سیمه کې زموږ د سروې تخنیکي ټیمونه پر کار بوخت دي، امکان دې ولري چې د اوښتو زیانونو کچه تر دې هم لوړ شي، زموږ هڅه ده چې په دقیقه توګه د زیانونو کچه معلومه کړو.»

د هغه په خبره، یادو ورښتونو او سختې ږلۍ د کروندګرو او بڼوالو رسېدلي فصلونه خراب کړي او د دوی د رسمي معلوماتو له مخې، شاوخوا ۷۰۰ کرندوګرو او بڼوالو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.

نوموړی وایي: «له اړونده ادارو سره مو بېړنۍ ناسته کړې او له نړۍوالو موسسو سره به په ګډه له زیانمنو شوو خلکو، کروندګرو او بڼوالانو سره پر وخت اړینې مرستې ترسره شي.»

په ورته مهال، د کونړ د اسمار ولسوالۍ اوسېدونکی شیرزمان وایي، د جمعې ورځې بارانونو او سختې ږلۍ په دغه ولسوالۍ کې د غنمنو رسېدلي فصلونه په بشپړ ډول له منځه وړي او په وینا یې چې د اوبو زیاتوالي یې کروندې هم تخریب کړې دي.

هغه وویل: «ما په خپله پنځه جریبه ځمکه کې غنم کړي وو او تقریبا فصل یې د رسېدو په حال کې و چې د سختې ږلۍ له امله ټول ختم شو، موږ غریب خلک یوو، د ګټې وټې بله چاره نه لرو، له حکومت څخه مو غوښتنه ده چې له موږ سره مرسته او همکاري وکړي.»

د کونړ د دانګام ولسوالۍ اړوند د بیداد کلي اوسېدونکی حاجي سردار بیا وایي، په خپله درې جریبه ځمکه کې یې د شفتالو باغونه جوړ کړي وو چې د تېرې جمعې ورځې سختې ږلۍ له امله یې باغ تخریب شوی دی.

هغه هم له حکومته د مرستې غوښتنه وکړه او ويې ویل، دوی د خپلو کورنیو اړتیاوې له همدې لارې پوره کولې او د عاید بله لار نه لري.

د یادونې ده، تېر کال هم د موسمي اورښتونو له امله د یاد ولایت د مرکز اسعداباد په ګډون، په یو شمېر ولسوالیو کې پر ځاني زیان سربېره خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اوښتي وو.

Visits: 200

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.