ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان کې د واده موټر چپه کېدو پېښه کې ۲۳ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

بدخشان کې د واده موټر چپه کېدو پېښه کې ۲۳ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

author avatar
12 May 2023 - 20:55
بدخشان کې د واده موټر چپه کېدو پېښه کې ۲۳ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
author avatar
12 May 2023 - 20:55

فیض‌اباد (پژواک، ۲۲ غویی ۱۴۰۲): په بدخشان ولایت کې د واده موټر د چپه کېدو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۳ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي د غویي په ۲۲مه، پژواک اژانس ته وویل چې دا پېښه نن مازیګر مهال رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړه، یو فلاینکوچ موټر چې د بدخشان له خاش ولسوالۍ څخه بهارک ولسوالۍ ته پر لاره و، د زرګرانو کوتل سیمه کې چپه شوی دی.

احمدي وایي چې په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه کسان مړه او ۱۶ نور ژوبل شوي دي.

نوموړی د موټر چپه کېدو لامل تخنیکي ستونزه او د موټرچلوونکي بې‌غوري بولي.

هغه زیاتوي چې د پېښې ټپیان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او د ځینو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

Visits: 75

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.