منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۵ غ.م
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د تخار ښاروالي: تالقان ښار کې مو د ۳۲ میلیون افغانیو په ارزښت پراختیایي پروژې پلې کړې دي

· ۳ دقیقې لوستل · ۲۵۷ کتنې

تالقان (پژواک، ۲۴ غویی ۱۴۰۲): د تخار ښاروالۍ مسوولینو ملت ته د حساب ورکونې په ناسته کې وویل چې په ۱۴۰۱ کال کې د دغې ادارې له خوا د راټولو شوو ۷۵ میلیون افغانیو له جملې، ۳۲ میلیون افغانۍ د تالقان ښار په بېلابېلو ناحیو کې پر پراختیايي پروژو لګول شوې دي.

په یاده ناسته کې د تالقان ښاروال قاري نقیب‌الله وویل، د دغې ادارې د هڅو په پایله کې په ۱۴۰۱ کال کې ۷۵ میلیون افغانۍ عواید راټول شوي وو چې له دې جملې ۳۲ میلیون افغانۍ د ۱۱۰۰ مترمربع سړک قیرکولو، ۳۰۰ متره د اوبو کانال جوړولو او د ښاروالۍ ودانۍ د ترمیم په ګډون پر پراختیایي پروژو لګول شوې او پاتې نور یې په عادي لګښتونو کې مصرف شوې دي.

نوموړي زیاته کړه: «خلکو ته د لا ډېرو خدمتونو وړاندې کولو په موخه هڅې روانې دي او په روان ۱۴۰۲ کال کې د دې ترڅنګ چې په تالقانو ښار کې د پنځه زره متره سړک د داغ ګیرۍ چارې پیل شوې، د غله‌جاتو بازار چې د ډېرې ګڼې‌ګوڼې لامل شوې، هم یوه بل ځای ته به انتقال شي، همداراز د ښاروالۍ چمن چې له کلونو راهیسې د نشه‌یانو لپاره یو امن ځای دی پر یوې شنې ساحې به بدل شي او د دغې ادارې په کاري لومړیتوبونو کې ځای لري.»

په دغه حال کې، د تخار ځيني اوسېدونکي که څه هم د ښاروالۍ له فعالیتونو خوښ دي، خو له دې ادارې ځيني غوښتنې هم لري.

د تالقان یو اوسېدونکی محمودخان وایي: «موږ له ښاروالۍ غواړو چې د ښار پلې‌لارې ازاد کړي، د ښار پاکوالي او صفایۍ په ځانګړي ډول ویالو پاکولو ته جدي پاملرنه وکړي.»

په ورته مهال، د تالقان ښار د ګذر یوه وکیل حاجي امین‌الله وویل: «کوم کارونه چې ښاروالۍ خلکو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه کړي، په تېرو کلونو کې د داسې کړنو شاهدان نه وو؛ د ښاروالۍ ودانۍ ویجاړه وه، اوس په معیاري ډول جوړه شوې، د اوبو یوه کانال په جوړېدو سره د خلکو یوه لویه ستونزه حل شوې، د رسنیو چوک چې مخکې ویجاړ و اوس ترمیم شوی، د دې ترڅنګ چې ۱۱۰۰ متر مربع سړک یعنې د باغ ذخیره سړک چې ویجاړ و پر هغه هم جغل اچول شوی چې دا ټولې چارې د خلکو د اسانتیا لپاره دي او موږ خوښ یو.»

بلخوا په تخار کې یو مدني فعال یاسین نوري وایي: «د ښاروالۍ چمن چې له کلونو راپدېخوا د روږدو لپاره یو امن ځای دی او د خلکو د ځورونې لامل هم شوی، هیله‌من یم چې ښاروالي په دې اړه جدي پاملرنه وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د تخار اوسېدونکي په تالقان ښار کې د ښاروالۍ له لوري د لاسي پلورونکو لپاره د مشخص میکانیزم نشتوالي له امله په ښار کې پر رامنځته شوې ګڼې‌ګوڼې نیوکه کوي او د دې ستونزې هوارېدل غواړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه