ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې له خوا ګټل شوي کپونه نندارې ته وړاندې کړل

د افغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې له خوا ګټل شوي کپونه نندارې ته وړاندې کړل

author avatar
14 May 2023 - 17:32
د افغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې له خوا ګټل شوي کپونه نندارې ته وړاندې کړل
author avatar
14 May 2023 - 17:32

کابل (پژواک، ۲۴ غویی ۱۴۰۲): د افغانستان کرکټ بورډ په لومړي ځل په کابل کې یوه نندارتون کې د کرکټ ملي لوبډلې له خوا په بېلابېلو نړۍوالو سیالیو کې ګټل شوي کپونه نندارې ته وړاندې کړل.

 د تېرې پنج‌شنبې په ورځ «د کابل نړۍوال نندارتون» کورنیو تولیداتو او محصولاتو ته د بازارموندنې، له ملي پانګه‌والو ملاتړ، د سوداګرو ترمنځ اړیکو جوړولو او هېوادوالو ته د کورنیو محصولاتو او تولیداتو ورپېژندلو په موخه پرانیستل شو.

په یاد نندارتون کې نن (د غویي ۲۴مه) د کرکټ بورډ له لوري په لومړي ځل د کرکټ ملي لوبډلې له خوا په بېلابېلو نړۍوالو لوبو کې ګټل شوي کپونه نندارې ته وړاندې شول.

د کرکټ بورډ اجراییوي رییس نصیب خان پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه کپونه یې ځکه نندارې ته وړاندې کړل چې خلک د کرکټ ملي لوبډلې لاسته‌راوړنې له نږدې وګوري.

نوموړی وایي: «کرکټ بورډ همیشه له خپل ادرس څخه کوښښ کړی چې د افغانستان ښه کلتور، صنعت او تولید نړۍ ته ور وپېژني.»

هغه له سوداګرو او شرکتونو غوښتنه وکړه چې د کرکټ ملي لوبډلې مالي ملاتړ دې وکړي.

همدارنګه د کرکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو سیالیو لوبډلمشر حشمت‌الله شهیدي په یاد نندارتون کې پژواک ته وویل، نن چې کوم کپونه نندارې ته وړاندې شوي دا د افغان لوبډلې لاسته‌راوړنې دي.

نوموړی وایي، دغه کپونه افغان لوبډلې په بېلابېلو نړۍوالو سیالیو او هېوادونو کې ګټلي دي.

شهیدي همداراز له سریلانکا سره د افغانستان د راتلونکو سیالیو په اړه د پژواک خبریال د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، افغان کرکټ ملي لوبډله له سریلانکا سره د راتلونکو درېیو یو ورځنیو لوبو لپاره پوره چمتووالی لري او په دغو لوبو کې به ښې لاسته‌راوړنې ولري.

د یادونې ده، د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د راتلونکې جون میاشتې په دویمه، څلورمه او اوومه نېټه له سریلانکا سره درې نړۍوالۍ یو روځنۍ لوبې ترسره کړي.

Visits: 204

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.