منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۰۹ غ.م
۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د بشر حقونو څار سازمان: د افغانستان دوه پر درې برخه خلک له سخت غذايي ناامنۍ سره مخ دي

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۳۷ کتنې

کابل (پژواک، ۲۶ غویی ۱۴۰۲): د بشر حقونو څار سازمان وایي، د افغانستان د ټولنې دوه پر درې برخه وګړي له سخت غذایي ناامنۍ سره مخ دي او له دې ډلې، ۸۷۵ زره ماشومان له سختې خوارځواکۍ رنځېږي.

د بشر حقونو څار سازمان په یوه تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې خورا ناوړه بشري ناورین جریان لري او دغه ناورین د دغه هېواد ډېری ښځې او نجونې زیانمنې کړې دي.

دغه‌راز یاد بنسټ ویلي چې د افغانستان د سرپرست حکومت له خوا محدودیتونو او له دې ډلې د ملګرو ملتونو په دفترونو او نادولتي ادارو کې د ښځو د کار بندیز، ستونزه ډېره کړې ده.

د بشر حقونو څار سازمان ټینګار کړی، اړینه ده چې د خوړو نړۍوال سازمان او یونیسف په ګډون کلیدي سازمانونه د دغو سیاستونو پر وړاندې ثابت دریځ ولري او د حیاتي مرستو وړاندې کولو لپاره لا ډېرې هڅې وکړي.

د بشر حقونو څار ادارې دې ته په اشارې سره چې «افغانستان تر ډېره د رسنیو له پامه لوېدلی» زیاته کړې، په دغه هېواد کې شته ناورین، دوه حیاتي مسوولیتونه (اړمنو ته د مرستو رسول او همداراز د بشري حقونو نقضولو پای ته رسولو لپاره پر «طالبانو» فشار راوړل) خو په ورته وخت کې ناسازګار مسوولیتونه یې د ملګرو ملتونو پر غاړه اچولي دي.

یاد بنسټ خبرداری ورکړی چې د مرستو له لاسه ورکول د افغانستان ډېری خلک به لا بې‌وزلي او وږي کړي.

ومو غوښتل چې د یاد راپور په اړه د اسلامي امارت نظر ولرو، خو پر دې چارې بریالي نه شو.

خو د ملګرو ملتونو د سرمنشي له څرګندونو مخکې د مالیې وزارت دا خبرې رد کړې وې چې افغانستان له اقتصادي بحران او د بې‌وزلۍ له ډېرېدو سره مخ دی او ویلي وو چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره مثبت او د افغانستان د خلکو په اقتصادي وضعیت کې د پام وړ مثبت تغییرات راغلي دي.

دغه راز د اسلامي امارت مسوولینو ویلي چې په افغانستان کې اوس تر بل هر وخت بشري حقونه رعایت کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد