ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سترګو متخصص ټیم میدان وردګو کې د ۲۰۰۰ ناروغانو وړیا درملنه کړې

د سترګو متخصص ټیم میدان وردګو کې د ۲۰۰۰ ناروغانو وړیا درملنه کړې

author avatar
17 May 2023 - 15:54
د سترګو متخصص ټیم میدان وردګو کې د ۲۰۰۰ ناروغانو وړیا درملنه کړې
author avatar
17 May 2023 - 15:54

میدان‌ښار (پژواک، ۲۷ غویی ۱۴۰۲): د میدان وردګو د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، روانه اوونۍ د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د سترګو ناروغیو متخصصانو ټيم له خوا له ۲۰۰۰ ډېرو کسانو وړیا درملنه شوې ده.

هغوی وايي، د ډاکټرانو دغه ټیم د غویي په ۲۲مه له کابله ورغلی او لا هم هلته دی چې په نوبتي ډول بېلابېلو سیمو ته ځي.

د یاد ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر زرک ځیرک پژواک خبري اژانس ته وویل: «د سترګو د ناروغیو د متخصصانو له خوا د ولایت په کچه د سترګو له ۲۰۰۰ ډېرو ناروغانو وړیا درملنه شوې چې له دې جملې د ٢٠٠ ناروغانو سترګې عملیات شوې دي او پاتې نورو ته یې درمل ورکړل شوي دي.»

هغه وویل، د میدان وردګو د اوسېدونکو خراب اقتصادي وضعیت ته په کتو دوی هڅه کوي چې په نورو برخو کې هم متخصص ټیمونه دې ته چمتو کړي څو د دغه ولایت اوسېدونکو ته وړیا روغتیایي خدمات وړاندې وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.