کابل (پژواک، ۳۱ غویی ۱۴۰۲): د افغانستان د سټنډرډ ملي اداره وايي، له ایرانه وارد شوي ۱۱ ټانکره بېکیفیته تېل یې د فراه له «۷۸ میل» بندر څخه بېرته دغه هېواد ته ور ګرځولي دي.
د سټنډرډ ملي ادارې نن (یکشنبه) په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي، د دغې ادارې له خوا د فراه له «۷۸ میل» بندر څخه ۱۱ ټانکره بېکیفیته تېل بېرته ایران ته وګرځول شول.
سرچینې لیکلي، دغه تېل د یاد بندر له لارې افغانستان ته راوړل کېدل.
سرچينه زياتوي، د بېکیفیته تېلو د واردولو مخنیوي لپاره په جدیت سره عملي ګامونه پورته کوي او له ټولو سوداګرو غواړي چې هېواد ته باکیفیته توکي وارد کړي.
درې ورځې مخکې هم، د سټنډرډ ملي ادارې خبر ورکړی و چې له ایرانه وارد شوي ۱۶ ټانکره بېکیفیته تېل یې له یاد بندر څخه بېرته دغه هېواد ته ورګرځولي دي.
د سټنډرډ ملي ادارې مسوولینو د روان ۱۴۰۲ لمریز کال د وري میاشتې په ۲۳مه، کابل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د خبري غونډې پر مهال ویلي وو چې په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې هېواد ته شاوخوا ۶۰ زره ټانکره نفتي توکي وارد شوي چې له ډلې یې ۱۰۰۰ ټانکره بېکیفیته توکي بېرته ګرځول شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









