ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طب پوهان: هېوادوال دې بې‌کیفیته المونیمي لوښي نه کاروي

طب پوهان: هېوادوال دې بې‌کیفیته المونیمي لوښي نه کاروي

author avatar
22 May 2023 - 17:28
طب پوهان: هېوادوال دې بې‌کیفیته المونیمي لوښي نه کاروي
author avatar
22 May 2023 - 17:28

کابل (پژواک، ۱ غبرګولى ۱۴۰۲): د طب پوهان د الونیمي لوښو کارولو له امله د افغان کډوال ماشومانو په وینه کې د سرب لوړې کچې شتوالي په تړاو د یوې علمي څېړنې پایلې نه ردوي او سپارښتنه کوي چې هېوادوال دې له المونیمي  لوښو استفاده و نه‌‌کړي.

یاده څېړنه د چاپېریال اپيډمي او اغېزپېژندنې مجله کې خپره شوې او څېړونکو د افغان کډوالو په کورونو کې د کارول شوو لوښو په بررسي کولو سره وموندله چې له دېګ بخار څخه استفاده کولی شي چې تر ۶۵۰ برابره مجاز سرب د ماشومانو وینې ته وارد کړي.

یاده څېړنه په ۲۰۲۲ کال کې چاپ شوې او څېړونکو د ایکس شعاع فلورسانس انالایزر څخه په استفادې وموندل چې د کډوال افغانانو له خوا کارول شوو المونیمي لوښو په پرتله، د زنګ ضد فولادي دېګونه د سرب ډېره کمه اندازه بدن ته انتقالوي.

د یادې څېړنې پایلې ښيي چې دغه ماشومان د سرب لرونکو المونیمي لوښو په کارولو سره، د ککړتیا له ګواښ سره مخ شوي دي او د ماشومانو په وینه کې د سرب شتوالي یوه ننګونې پایله دا ده چې د ماشومانو عصبي وده او د یادولو بهیر ګډوډوي.

په ورته وخت کې، په افغانستان کې د طب پوهان په امریکا کې د افغان کډوال ماشومانو په وینه کې د سرب شتون نه ردوي او وايي، ممکن د افغان ماشومانو په وینه کې دغه ستونزه موجوده وي.

د کابل ښار په وزیر محمداکبر خان روغتون کې موظف د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر سید فریدشاه رفیعي د یادې څېړنې موندنې نه ردوي او وايي: «امکان لري چې واقعیت وي، ځکه په افغانستان کې ډېری خواړه په دېګ بخار کې پخېږي او په دېګونو کې د خوړو ډېر پاتې کېدل هم مروج دي.»

د سرچینې په وینا، بې‌کیفیته دېګونه چې له المونیم او بې‌کیفیته فلزاتو څخه جوړ شوي وي، د کاروونکو په ځانګړي ډول د ماشومانو وجود ته د سرب د انتقال لامل کېږي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وویل: «کله چې خواړه په المونیمي لوښو کې پاخه کېږي، په ځانګړې توګه هغه خواړه چې ډېر جوش خوري او تر ډېر فشار لاندې حرارت ورکول کېږي، لکه دیګ بخار، نو دا د دې لامل کېږي چې فلزات له دېګ څخه جلا شي او غذايي توکي ککړ کړي، په ځانګړې توګه اسیدي خواړه لکه بادنجان رومي او سرکه لرونکي خواړه ډېر د دې لامل ګرځي چې سرب وینې ته وارد شي.»

د هغه په وینا، کله چې سرب د انسان وینې ته وارد شي نو د مغز جدي زیانمنېدو، سر درد، د ذهني ودې کمزوري کېدو، بطني دردونو، بې علاقه کېدو او بې اشتهايي لامل ګرځي.

ډاکټر رفیعي سپارښتنه کوي وايي، هڅه دې وشي چې له باکیفیه دېګونه څخه کار واخیستل شي او المونیمي فلزي او سرب لرونکي دېګونه و نه کارول شي.

هغه زیاته کړه: «هغه خواړه چې په المونیمي دېګونو کې یې پخوو، باید مخکې له کارولو مخکې او وروسته په سمه توګه یې ومینځو او په المونیمي دېګونو کې خواړه د ډېر وخت لپاره پرېنږدو.»

په ورته مهال، د مور او ماشوم لپاره د فرانسویانو طبي انسټیټیوټ کې د اکمال تخصص پروګرام مسوول او د دغه انسټیټیوټ د طبي علومو څېړونکی ډاکټر مرتضی هوفیاني وايي، سرب له لوښي څخه غذا ته منتقل او پکې جذب کېږي او د دغه غذا له خوړولو سره د انسان د وینې سیستم ته داخلېږي.

هغه زیاته کړه، د ماشومانو په وینه کې شته سرب د ټنبلۍ، د یادولو بهیر کې د ستونزې او د هوش او حافظې کمزوري کېدو لامل ګرځي، همداراز د پښتورګو، قلبي، عصبي او ان سرطاني ناروغیو لامل هم کېدای شي.

هغه هم سپارښتنه وکړه چې د بې‌کیفیته المونیمي دېګونو پرځای له چدني،  زنګ ضد اوسپنیز او ناسوز دېګونو څخه کار واخیستل شي.

په ورته وخت کې، د کابل طبي پوهنتون د ماشومانو د داخلې څانګې استاد او په میوند تدریسي روغتون کې د ماشومانو د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر محمدشریف صدیقي هم د یادې څېړنې پایلې نه ردوي او وایي، د ماشومانو المونیم لرونکو لوبې وسایلو څخه استفاده هم په وینه کې د سرب د انتقال لامل کېږي.

نوموړي زیاته کړه، په وینه کې د سرب ډېرې اندازې شتوالی په ماشومانو کې د عصبي ستونزو، د دماغ ځنډنۍ ودې او کم‌خونۍ لامل هم کېدی شي.

نوموړي سپارښتنه وکړه چې له یادو ستونزو د مخنیوي لپاره باید سرب لرونکي لوښي او یا د ماشومانو د لوبې وسایل له کوره لرې کړو.

په ورته مهال، د انتاني تخصصي او ملي روغتون د داخلې متخصص ډاکټر فریدالله عمري وایي: «کومې څېړنې چې ترسره شوې دي ښایي دقیق وي؛ سرب کولی شي چې د ځینو یوناني درملو، ارایشي توکو، سګرټو او ځینو هغو غذايي موادو کې چې په فلزي قوطیو کې دي او ان د مور د شیدو له لارې د وینې دوران ته داخل شي.»

هغه په داسې حال کې چې ویل یې، په ککړه هوا کې هم ډېره اندازه سرب شته زیاته یې کړه، د ترسره شوو څېړنو پر اساس، ماشومان د نورو په پرتله پنځه برابره ډېر سرب له چاپېریال څخه جذبوي.

د سرچینې په خبره، په لوړه کچه د سرب شتون د نورو ستونزو ترڅنګ د پښتورګو، زړه او سرطاني ناروغیو لامل کېدی شي.

هغه په وینه کې د سرب کچې د ډېرېدو مخنیوي لپاره ځینې سپارښتنې وکړې او وویل: «موږ باید هڅه وکړو چې د زیوراتو جوړولو او یا فلزکارۍ له ځای څخه ځان لرې وساتو، په ککړه هوا کې له ماسک څخه کار واخلو او له ویټامین سي لرونکو خوړو څخه کار واخلو او د دې ټولو ترڅنګ، هره ورځ په خپل ورځني رژیم کې له هوږې څخه استفاده وکړو.»

د طب پوهان ټینګار کوي چې رسنۍ او د عامې روغتیا وزارت باید د سرب د زیانونو او د وینې دوران ته د ننوتلو مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونه ډېر کړي.

Visits: 124

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.