کابل (پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۲): د ریاستالوزراء د استراتژیکو او عامه اړیکو ریاست د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د نوي رییس په توګه د قاري یوسف احمدي له ټاکل کېدو خبر ورکوي.
د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز نن (سهشنبه) په یو لړ ټویټونو کې لیکلي، د ریاستالوزراء د استراتژیکو او عامه اړیکو ریاست د یو لړ مراسمو پر ترڅ کې قاري یوسف احمدي د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د نوي رییس په توګه ټاکلی دی.
د ریاستالوزراء د استراتژیکو او عامه اړیکو ریاست مرستیال مولوي احمدالله متقي په دغه مراسمو کې ویلي چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په تېرو دوو کلونو کې، د نظام د اطلاعرسونې لړۍ په فعاله توګه ساتلې او د حکومتي بنسټونو او رسنیو ترمنځ یې د تعامل او همکارۍ برخه کې ډېرې لاستهراوړنې درلودلې دي.
د یادونې ده، په افغانستان کې واک ته د اسلامي امارت له بیا رسېدو سره قاري یوسف احمدي شاوخوا ۱۰ میاشتې د یاد مرکز رییس و، خو د ۱۴۰۱ کال په چنګاښ کې د هغه پر ځای انعامالله سمنګاني د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز رییس په توګه وګومارل شو.
دا دویم ځل دی چې قاري یوسف احمدي پر دې دنده ګومارل کېږي؛ هغه له دې مخکې د حکومت د مرستیال ویاند په توګه دنده ترسره کوله.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










