ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان د رېل‌پټلۍ نړۍوالې اتحادیې غونډه کې ګډون کوي

افغانستان د رېل‌پټلۍ نړۍوالې اتحادیې غونډه کې ګډون کوي

author avatar
31 May 2023 - 03:21
افغانستان د رېل‌پټلۍ نړۍوالې اتحادیې غونډه کې ګډون کوي
author avatar
31 May 2023 - 03:21

[restrict paid=”true”]

کابل (پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۲): د افغانستان د اوسپنې پټلۍ عمومي رییس ملا بخت‌الرحمن شرافت په ترکیه کې د رېل‌پټلۍ نړۍوالې اتحادیې غونډه کې ګډون کوي.

د باختر اژانس د خبر له مخې، شرافت نن په همدې موخه ترکیې ته روان شوی دی.

سرچینې زیاته کړې، په دغه سفر کې به ملا شرافت د رېل‌پټلۍ نړۍوالې اتحادیې (UIC) د منځني ختیځ څانګې په شپږ میاشتنۍ غونډه کې چې د غړو هېوادونو د رېل‌پټلۍ لوړپوړي مسوولین په کې ګډون کوي، د افغانستان استازيتوب وکړي.

ټاکل شوې نوموړی د دغه سفر په ترڅ کې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د رېل‌پټلیو له مسوولینو سره هم جلا کتنې ولري.

[/restrict]

Views: 110

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.