ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ۱۴۰۲ مالي کال بودجه توشیح شوه

د ۱۴۰۲ مالي کال بودجه توشیح شوه

author avatar
3 Jun 2023 - 13:53
د ۱۴۰۲ مالي کال بودجه توشیح شوه
author avatar
3 Jun 2023 - 13:53

کابل (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۲): د نوي مالي کال له پیله د څه باندې دوو میاشتو له تېرېدو وروسته، د افغانستان سرپرست حکومت د ۱۴۰۲ مالي کال بودجه توشیح کړه.

کابینې د ۱۴۰۲ مالي کال بودجې سند د ۱۴۰۱ کال د حوت میاشتې په نهمه تایید او مالیې وزارت ته استولی و څو په دې اړه لازم اقدامات ترسره کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه رسنیو ته ویلي: «بودجه لږ وځنډېده، یوه‌نیمه میاشت د دې لپاره چې په تشکیلاتو باندې کار کېده، باید نهایي شوی وای او وروسته د تشکیل له مخې د بودجې په اړه تصمیم نیول کېده خو له نېکه‌مرغه درې څلور ورځې مخکې بودجه تصویب شوه.»

هغه د بودجې د څرنګوالي په اړه معلومات ور نه کړل.

د یادونې ده، د تېر مالي کال بودجه ۲۳۱ میلیارد افغانۍ ټاکل شوې وه چې ۲۰۳ میلیارد افغانۍ یې عادي بودجه او ۲۷٫۹ میلیارد افغانۍ یې پراختیایي بودجه وه.

Visits: 237

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.