ژبه

د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د کرکټ وروستۍ لوبه سبا ترسره کېږي

کابل (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۲): ټاکل شوې د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د کرکټ د درېیو یو ورځنۍ نړۍوالو لوبو وروستۍ سیالي سبا ترسره شي.

دغه لوبه د افغانستان پر وخت د سهار نهه بجې کېږي.

دغه راز د افغانستان او سریلانکا ترمنځ له دې مخکې دوه لوبې ترسره شوې چې لومړۍ یې افغانستان او دویمه بیا سریلانکا ګتلې دي.

د معلوماتو له مخې، افغانستان به سبا له سریلانکا سره د درېیو یو ورځنیو نړۍوالو سیالیو په لړ کې درېیمه او وروستۍ لوبه کوي.

login or register a new account.