Language

بغلان کې د جودو ملي لوبډلې یو لوبغاړى وژل شوی

پلخمري (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۲): د افغانستان د جودو ملي فدراسیون وایي، په بغلان کې د جودو ملي لوبډلې يو لوبغاړی ازادالحق نایب‌زاده له تښتول کېدو وروسته وژل شوى دى.

د افغانستان د جودو فدراسیون رییس ذبیح‌الله نظري پژواک خبري اژانس ته وویل: «متاسفانه د جودو یو ورزشکار چې یوه اونۍ مخکې په بغلان ولایت کې نادرکه شوی و، تېره ورځ یې جسد موندل شوی او په شهادت رسېدلی دی.»

بلخوا د افغانستان د جودو ملي فدراسیون هم په خپله فیسبوک‌پاڼه کې لیکلي، د هېواد د جودو لوبغاړی ازادالحق په بغلان ولایت کې د ناپېژانده وسله‌والو له لوري وژل شوی دی.

یاد فدراسیون لیکلي: «د افغانستان د جودو ملي فدراسیون د دغه اتل مړینه د افغانستان د ورزش کورنۍ، په ځانکړې توګه د هېواد د جودو ملي فدراسیون لپاره یوه ستره ضایعه بولو.»

دغه راز د نایب زاده شاګرد صمیم پژواک ته وویل، ازادالحق د جودو ملي ټیم غړی و چې له تېرو شاوخوا لسو ورځو راهیسې نادرکه شوی و خو پرون یې په اوبو کې مړی موندل شوی دی.

هغه وویل: «استاد نایب‌زاده له هیچا سره ښکاره دښمني نه لرله، هغه یو مشهور پهلوان و او تېر کال یې په لوبو کې لومړی مقام ترلاسه کړى و، بغلان کې یې د فابریکې ځوانانو د جودو لوبډلې مشري پر غاړه درلوده خو نه پوهېږم چې چا او ولې یې وژلى دى.»

بلخوا د بغلان د ورزش امر قاري امیرمحمد امیري پژواک ته د پېښې د تایید ترڅنګ وویل: «وژل شوی لوبغاړی څو ورځې وړاندې نادرکه شوی و، نن خبر شوم چې مړی یې موندل شوى، په اړه یې کره معلومات نه لرم خو اورېدلي مې دي چې هغه شخصي دښمني لرله.»

د یادونې ده، تېر کال په بغلان کې د وزلوبې سیالیو يو پهلوان هم وژل شوی و.