منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۲ غ.و
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

اروزګان کې د ۳۲۷زره ډالرو په لګښت درې رغنیزې پروژې بشپړې شوې

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۴۴ کتنې · تازه شوی

ترینکوټ (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۲): د اروزګان مسوولین وايي، نن د دغه ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې د ۳۲۷ زره امریکايي ډالرو په لګښت د درېیو رغنیزو پروژو کارونه بشپړ شول.

د یاد ولایت د سیندیزې فرعي حوزې ریاست سرپرست انجنیر سمیع‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل، یادې پروژې د خوړو نړۍوال پروګرام/WFP په مالي ملاتړ د افغان پرمختیايي موسسې/ ADA په تخنیکي همکارۍ بشپړې شوې دي.

هغه زیاته کړه، په دغو پروژو کې د ۴۵۲ متره استنادي دېوال او ۷۳۵۵ د اوبو ذخیره کولو ډنډونو جوړول شامل دي چې چارې يې نهه میاشتې وړاندې پيل شوې وې.

په اروزګان ولایت کې د افغان پرمختيايي موسسې مسوول فهیم مومند پژواک ته وویل، په یادو پروژو کې ۱۰۰ ښځو او ۹۰۰ نارینه‌وو ته د کار زمینه برابره شوې وه.

د نوموړي په وینا، هر کارګر ته په میاشتني ډول ۱۰۰ کیلوګرامه اوړه، ۹ لیټره غوړي، ۱۲ کیلوګرامه دال‌نخود او یوه کیلوګرام مالګه ورکول کېدل.

هغه زیاته کړه چې پر یادو پروژو ۳۲۷ زره امریکايي ډالر لګښت راغلی چې د خوړو نړۍوال پروګرام له خوا ورکړل شوی دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه