ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان پر وړاندې د کرکټ ټسټ لوبه؛ بنګله‌دېش نن په ۳۶۲ منډو خپله توپ‌وهنه بیا پیلوي

د افغانستان پر وړاندې د کرکټ ټسټ لوبه؛ بنګله‌دېش نن په ۳۶۲ منډو خپله توپ‌وهنه بیا پیلوي

author avatar
15 Jun 2023 - 07:36
د افغانستان پر وړاندې د کرکټ ټسټ لوبه؛ بنګله‌دېش نن په ۳۶۲ منډو خپله توپ‌وهنه بیا پیلوي
author avatar
15 Jun 2023 - 07:36

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۲): د بنګله‌دېش کرکټ لوبډله د افغانستان پر وړاندې د یوازینۍ ټسټ لوبې په دویمه ورځ نن په ۳۶۲ منډو خپله توپ‌وهنه بیا پیلوي.

دغه پنځه ورځنۍ لوبه چې پرون د بنګله‌دېش د مېرپور ښار په نړۍوال لوبغالي کې پیل شوه، پچه یې افغانستان وګټله، خو لومړی یې بنګله‌دېش ته د توپ‌وهنې بلنه ورکړه.

که څه هم افغان توپ‌اچوونکي نجات مسعود د خپلې لومړۍ ټسټ لوبې د لومړي اوور په لومړي توپ بنګله‌دېشی لوبغاړی وسوځاوه، خو تر هغې وروسته د بنګله‌دېش توپ‌وهونکو ښه لوبه وکړه او د ورځې تر پایه یې په ۷۹ اوورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدلو ۳۶۲ منډې جوړې کړې.

د بنګله‌دېش له لوري نجم‌الحسین شانتو ښه لوبه وکړه او ۱۴۶ منډې یې جوړې کړې، محمد‌الحسن جویا ۷۹، مشفق‌الرحیم ۴۱ او مهدي حسن ۴۳ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د افغانستان له لوري نجات مسعود دوه، ظاهرخان، امیر حمزه او رحمت‌شاه یو یو لوبغاړی وسوځولو.

د بنګله‌دېش پر وړاندې یوازینۍ ټسټ لوبې لپاره په افغان لوبډله کې کې حشمت‌الله شهیدي لوبډلمشر، افسر ځاځی وېکټ‌ساتونکی، ابراهیم ځدراڼ، عبدالمالک، رحمت‌شاه، ناصر جمال، کریم جنت، حمزه هوتک، ظاهر خان، نجات مسعود او یمین احمدزی شامل دي.

د کرکټ یو شمېر مینه‌والو او شنونکي د افغانستان د لوبډلې پر انتخاب او د لومړۍ ورځې پر لوبې سختې نیوکې کړې دي.

ژورنالیست او د کرکټ لوبې مبصر جعفر خان د لوبې پر لومړۍ ورځ پخپلې تبصرې کې لیکلي، اوله ورځ بنګله‌دېش پر لوبې ښه برلاسی و. یوه لوبغاړي یې سلیزه وکړه او چې ورځ ختمه شوه, دوی ۳۶۲ منډې درلودې. دا دویم ځل دی چې بنګله‌دېش په ټسټ کې په یوه ورځ تر ۳۵۰ ډېرې منډې کوي، کافي منډې دي.

هغه زیاته کړې: «افغان توپ‌اچوونکو غیرمنظم او بې‌پروا بالینګ وکړ. څلور نورې ورځې پاتې دې, هر څه امکان لري؛ ټسټ ځکه ټسټ دی چې د لوبغاړو او مینه‌والو زغم هم ازمايي.»

لیکوال، ژورنالیست او د کرکټ لوبې مبصر اېمل پسرلي په فیسبوک کې لیکلي: «چې ویشتین ځای یا پېچ زرغون وي، د پچې له ګټلو وروسته مقابل لوری منډو ته رابولې او فکر کوې په تېز بالران به ګڼ کسان سوځوي؛ خو بیا په ۴۹ اوورونو کې ۳۰ په ورو بالرانو کوې، چې ورو بالران دې اته (نو) باله وکړي او په هر اوور کې یو څه کم اووه او بل څه باندې څلور منډې ورکړي، چې فیلډینګ کې بال نیول د توپ مرمۍ ښکاره شي، چې ویکټ ساتی یوازینی وتلی کېچ پرېږدي او نور هم ډېر بالونه په دستکشو کې نه ورسره ایسارېږي، چې تر ټولو بریالی بالر دې پارټ ټایمر وي، نو ته وا د ښې ورځې هیله کولی شې؟»

ورزشي خبریال ابراهیم مومند پر ټویټر لیکلي، دا چې ویشتنځای (پېچ) شین او تېز و، نو بیا ډېر بالینګ په ورو توپ‌اچوونکو باندې وشو.

هغه د لوبډلې پر انتخاب هم کلکې نیوکې کړې او لیکلي یې دي،  بهیرشاه محبوب، اکرام علي‌خېل او ابراهیم عبدالرحیمزی دا څو کاله پرله‌پسې په کورني کرکټ کې له ځانه وړتيا ښیي، خو ورته چانس نه ورکول کېږي.

[/restrict]

Views: 191

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.