میمنه (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۲): د فاریاب کروندګر او مالداران د اندېښنې په څرګندولو سره وایي، سږ کال د وچکالۍ له امله یې کښتونو او کرنیزو محصولاتو ته سخت زیانونه اوښتي او که حکومت او نړۍوالې موسسې ورسره مرسته و نهکړي نو له ګڼو ستونزو سره به مخ شي.
په دغه حال کې، د فاریاب د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست مسوولین هم تاییدوي چې وچکالۍ د دغه ولایت ۶۰ سلنه کښتونه او کرنیز محصولات له منځه وړي دي او کروندګر او مالداران مرستې ته اړتیا لري.
د میمنې ښار یو کروندګر حاجي عصمتالله وایي، سږ کال د بزګرانو او مالدارانو اقتصادي وضعیت ډېر خراب دی، وچکالۍ کښتونه او کرنه له منځه وړي او په ځمکه کې هيڅ شی نشته چې خلک له هغه د خپل ژوند او د څارویو د خوړو تامینولو لپاره استفاده وکړي.
نوموړي وویل: «تر اوسه لا ژمی نه دی رسېدلی، د وښو یو جوال په ۱۵۰۰ افغانۍ خرڅېږي، حیران یم چې څه وکړم، خپل غم وخورو او که د څارویو.»
هغه زیاتوي، که حکومت او موسسې په را روان ژمي کې له بزګرو او مالدارانو ملاتړ او له هغو سره مرسته و نه کړي، څاروي به یې تلف او ډېر کم کسان به کرنې ته مخه کړي.
همداراز د المار ولسوالۍ یو بزګر عبدالرسول وایي، د کروندګرو او مالدارانو په ځانګړي ډول د کلیوالو خلکو ژوند له کرنې او مالدارۍ سره تړلی، خو وروستیو درېیو کلونو وچکالۍ د دوی اقتصاد له صفر سره ضرب کړی او په ډېر بد وضعیت کې دي.
نوموړي زیاته کړه، تېر کال نسبتاً ښه و، ډېری کروندګر توانېدلي وو چې لږ تر لږه کرل شوي تخمونه بېرته لاسته راوړي او د څارویو د اړتیا وړ واښه برابر کړي، خو سږ کال نه غنم شته او نه شنه بوټي چې د څارویو چاره پرې وشي.
هغه وایي، بزګر له خپل کاره زړهتورن شوي، ډېرو یې کرنیزې وسیلې پلورلې، ښار ته راغلي او پر نورو چارو بوخت دي او ځيني یې ایران او ترکیې هېوادونو ته تللي دي.
په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې یو زیانمن شوی بزګر امانالله وایي، څه یې چې لرل هغه ترې پرلهپسې وچکالۍ واخیستل او مجبور شوی چې د خپل ژوند تېرولو لپاره میمنې ښار ته راشي او یو بل کار پیل کړي.
هغه وویل، سږ کال یې څو هکټاره ځمکه کرلې وه، بارانونه و نه شول او و نه رسېدل، کښت یې په ۳۰۰۰ افغانیو پر یوه شپونکي و پلورل.
هغه زیاته کړه چې وچکالي، د اوبو او کار نشتوالی د دې لامل شو چې د یاد کلي ۸۰ سلنه اوسېدونکي کلی پرېږدي، ښار او نورو ځایونو ته بېځایه شي.
له بلې خوا، د فاریاب د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ رییس حاجي عزتالله نوراني وایي چې د ژمي په لومړي یخ کې او وروسته وچکالۍ کښتونو او باغونو ته نه جبرانېدونکي زیانونه واړول او مالدران هم له ستونزو سره مخ شول.
نوراني وویل، د فاریاب ډېری بزګر للميکار دي چې هغه له بارانونو، واورو او سېلابونو سره تړلي وي؛ سږ کال بارانونه او واورې و نه شوې، ۶۰ کښتونه او کرنیز محصولات له منځه تللي دي.
هغه زیاته کړه، وچکالۍ نه یوازې بزګر زیانمن کړي، بلکې بڼوال د اوبو او مالداران یې د څارویو د وښو له کمښت سره مخ کړي او خپلو څارویو پلور ته یې مخه کړې ده چې په بازار کې د څارویو بیه راټيټه شوې ده.
نوموړی وايي، د تېر ژمي له منفي ۳۰ درجې یخني د انګورو د تاکونو او د نورو مېوو د ونو وچېدو لامل شو او سږ کال د تېر کال په پرتله ۵۰ سلنه د باغونو حاصلات کم شوي دي.
د هغه په وینا، فاریاب د غلهجاتو په برخه کې د افغانستان ګودام یادېده، خو دوامدارو وچکالیو بزګرو او مالدارانو ته نه جبرانېدونکي زیانونه اړولي او ډېرو یې د کارموندنې او د ژوند تېرولو په موخه هېواد پرېیښی دی.
هغه هم له حکومت او نړۍوالو موسسو وغوښتل څو د فاریاب بڼوال او بزګر د خپلو مرسته رسوونکو پروګرامونو په سر کې ونیسي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP