ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ والي ملګرو ملتونو ته: خپلې بشري مرستې سیاست پورې مه تړئ

د بلخ والي ملګرو ملتونو ته: خپلې بشري مرستې سیاست پورې مه تړئ

author avatar
19 Jun 2023 - 23:00
د بلخ والي ملګرو ملتونو ته: خپلې بشري مرستې سیاست پورې مه تړئ
author avatar
19 Jun 2023 - 23:00

[restrict paid=”true”]

کابل (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۲): د بلخ والي په افغانستان کې د کډوالو له عالي کمشنرۍ وغوښتل چې په دغه ولایت کې دبیارغونې پراخې پروژې عملي کړي.

د بلخ سرپرست والي حاجي محمد یوسف وفا نن په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له مشر لیونارد زولو او مل پلاوي سره ولایت مقام کې وکتل.

د باختر د خبر له مخې، د یادې کتنې په پیل کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ مشر لیونارد زولو شمال زون کې د ملګرو ملتونو اړوند د ټولو ادارو د ترسره شویو، روانو پروژو او راتلونکو پلانونو په اړه په لنډه توګه معلومات له سرپرست والي سره شریک او ویي ویل، چې دغه اداره له افغانانو سره ګډ کار کولو ته پوره ژمنه ده.

د یادې کتنې پرمهال شمال زون کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ مشرې لاچین منسوا وویل، چې د ملګرو ملتونو اړوند ادارې له ګډوالو سره د نغدي مرستو، د کورونو جوړولو، روغتیا او تعلیمي بنسټونو په جوړولو کې یې کارونه عملاً دوام لري.

د بلخ سرپرست والي وویل چې د ملګرو ملتونو اړوند ادارې په بېلابیلو برخو کې په ښه ډول کار کوي.

وفا زیاته کړه، چې د اسلامي امارت په راتګ سره اوس امنیت تامین شوی، نو تاسې باید خپلې بشري مرستې په سیاست پورې ونه تړئ بلکې؛ په آزادانه ډول د دې ولس لپاره خدمتونه ډېر او پراخه کړئ.

نوموړي دغه راز د دغه ولایت په لرې پرتو سیمو او ولسوالیو کې د بیارغوني، سړکونو، روغتیایي مرکزونو، مدرسو، ښوونځیو، چیک ډيمونو او بندونو د جوړېدو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د کتنې په پای کې د بلخ سرپرست والي هغه ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

[/restrict]

Views: 22

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.