ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدري: پر بانکي سکټور بندیزونو د افغانستان اقتصاد زیانمن کړی

بدري: پر بانکي سکټور بندیزونو د افغانستان اقتصاد زیانمن کړی

author avatar
23 Jun 2023 - 12:09
بدري: پر بانکي سکټور بندیزونو د افغانستان اقتصاد زیانمن کړی
author avatar
23 Jun 2023 - 12:09

اټلانټا (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د افغانستان بانک سرپرست رییس ملا هدایت‌الله بدري  د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي‌کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو سره په لیدنه کې د هېواد بهرنیو اسعارو زېرمو ازادولو په برخه کې د دغه سازمان د همکارۍ غوښتنه وکړه.

په خبرپاڼه کې چې نن د افغانستان بانک له خوا خپره شوه راغلي، په یاده لیدنه کې د ګډو همکاریو، د بانکي سکټور محدودیتونو لرې کولو، د خصوصي سکټور د ودې، د شتمنۍ د خلاصون او یو شمېر نورو مسایلو په اړه خبرې شوې دي.

ملا هدایت‌الله بدري ویلي: «پر بانکي سکټور لګول شوو بندیزونو د افغانستان پر اقتصاد منفي اغېز کړی؛ نړۍوالو بانکونو ته د افغانستان بانکونو لاسرسی یې له ستونزې سره مخ کړی؛ د مالي انزوا لامل او د افغانستان د اقتصادي پرمختګ پر وړاندې خنډ شوی او خلک یې له ډېرو ننګونو سره مخ کړي دي.»

بدري دغه راز له نړۍوالو مالي او بانکي بنسټونو سره پر ګډو همکاريو ټينګار کوي او وايي، د مالي بنسټونو په ګډون له نړۍوالو همکارانو سره په ګډ کار کولو سره، د ملګرو ملتونو هڅې د افغانستان پر بانکي سیستم د بندیزونو د منفي اغېزو په راکمولو کې ډېر مهم دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي‌کوونکي فریدون سینیرلي هم ډاډ ورکړ چې نړۍ له افغانستان سره په ټولو برخو کې ښې اړیکې غواړي.

Views: 123

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.