منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۴۰ غ.م
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

یونیسف: روان میلادي کال د مدیترانې سمندرګي له لارې اروپا ته پر لاره ۲۸۹ ماشومان مړه شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۰۸ کتنې

کابل (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، د ۲۰۲۳ کال له پیله تر اوسه ۲۸۹ ماشومان د مدیترانې سمندرګي له لارې اروپا ته د تللو پر مهال مړه شوي دي.

یونیسف دغه څرګندونې تېره ورځ په خپل يوه راپور کې کړې دي.

په راپور کې راغلي، يوازې د ۲۰۲۳ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې شاوخوا ۳۳۰۰ ماشومان د مدیترانې سمندرګي له لارې اروپا ته رسېدلي دي.

د سرچینې معلوماتو له مخې، له ۲۰۱۸ کال راهیسې شاوخوا ۱۵۰۰ ماشومان د مدیترانې له سمندرګي د تېرېدو پر مهال مړه او یا ورک شوي دي.

د یادونې ده، د تېرې غبرګولي میاشتې په ۲۴مه د یونان په سواحلو کې د یوې کښتۍ ډوبېدو پېښه کې شاوخوا ۷۸ افغان او پاکستاني کډوال مړه شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال