ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ایران له افغانستان سره د ظرفیت لوړولو او ښاري پلانونو برخو کې همکاري کوي

ایران له افغانستان سره د ظرفیت لوړولو او ښاري پلانونو برخو کې همکاري کوي

author avatar
21 Jul 2023 - 10:36
ایران له افغانستان سره د ظرفیت لوړولو او ښاري پلانونو برخو کې همکاري کوي
author avatar
21 Jul 2023 - 10:36

کابل (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۲): د ایران د لارو او ښار جوړونې وزارت سلاکار د افغانستان د کور او ښار جوړولو وزارت له مرستیال سره په ليدنه کې ویلي چې هېواد يې له افغانستان سره د ښاري پلانونو جوړولو او ظرفيت لوړونې برخو کې همکاري کوي.

د کور او ښار جوړونې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت د ودانیزو چارو او د زونونو معنیت سرپرست مولوي روح‌الله احمدي پرون د ایران د لارو او ښار جوړولو وزارت له سلاکار سید حسین میرشفیع سره وليدل.

سرچینې لیکلي، په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو ښاري همکاریو، ظرفیت لوړولو او د افغانستان د کور او ښار جوړولو وزارت په اړوندو پروژو کې د پانګونې په اړه خبرې وشوې.

دغه راز سرچینه کاږي، د افغانستان د کور او ښار جوړولو وزارت مرستیال مولوي روح‌الله احمدي وویل چې دغه وزارت د مسکن، پلان جوړونې او د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو برخو کې همکاریو ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې له سياسي تحول وروسته بشپړ امنيت تامين شوى او په هره برخه، په ځانګړي ډول د کور او ښار جوړولو په برخو کې پانګونې ته ډېره زمينه برابره شوې ده.

خبرپاڼه کې راغلي، د ایران د لارو او ښار جوړولو وزارت سلاکار په خپلو خبرو کې د افغانستان هر اړخیز پرمختګ د ایران په ګټه وباله.

هغه زیاته کړه چې دوی به له افغانستان سره په بېلابېلو ښاري برخو او پلانونو، د ظرفیت لوړونې او دغه راز په افغانستان کې د پانګونې په موخه د پانګوالو په جلب او جذب کې همکاري وکړي.

Views: 56

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.