ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سيګار: امريکا له اوکراين سره څه باندې يو کال کې د افغانستان د ١٠ کلونو په اندازه مرسته کړې

سيګار: امريکا له اوکراين سره څه باندې يو کال کې د افغانستان د ١٠ کلونو په اندازه مرسته کړې

author avatar
21 Jul 2023 - 11:06
سيګار: امريکا له اوکراين سره څه باندې يو کال کې د افغانستان د ١٠ کلونو په اندازه مرسته کړې
author avatar
21 Jul 2023 - 11:06

کابل (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۲): د افغانستان بیارغونې برخه کې د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې (سیګار) خپلې موندنې له امريکايي سناتورانو سره شريکې کړې او ويلي یې دي چې په افغانستان کې د متحده ايالاتونو او نړۍوالو ايتلافيانو ترمنځ اغېزناکه همکاري کمه وه.

د امریکا غږ د راپور له مخې، سیګار ویلي، د متحده ایالتونو څلورو سناتورانو جان کينېډي، کېرسټن سینیما، کوین کرامېر او مایک براون د روان کال په جون کې ترې غوښتي وو چې د افغانستان په تړاو خپلې موندنې او سپارښتنې ورسره شریکې کړې.

د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې اداره «سیګار» وايي‌ چې په تېرو شاوخوا ۲۰ کلونو کې په افغانستان کې ترلاسه شوې زده‌کړې او تجارب یې له امریکايي سناتورانو سره شریک کړل چې د اوکراین په اوسني ‌وضعیت کې ترې ګټه واخیستل شي.

سیګار د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۹مه) اعلان وکړ چې د دغو سناتورانو غوښتنو په ځواب کې یې اووه مشخصې سپارښتنې کړې دي.

سیګار ویلي‌، سره له دې چې افغانستان او اوکراین دوه جلا هېوادونه او له مختلفو ګواښونو سره مخ دي، خو «د هڅو تنظیمولو، له فساد سره د مبارزې او په اغېزناک ډول د پروژو او پروګرامونو د څار او ارزونې په ګډون یو شمېر ننګونې» شته چې دوی به په اوکراین کې ورسره مخ شي.

د سیګار لومړۍ سپارښتنه: «د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونه او د پراختیایي چارو نړۍواله اداره د نورو مسایلو ترڅنګ باید له اوکراین سره خپلې مرستې له فساد سره په مبارزه، د اوکراین د بنسټونو په قوي کولو او د قانون په حاکمیت پورې مشروطې کړي.»

دغه راز سیګار سپارښتنه کوي، باید په اوکراین کې د بیارغونې د ماموریت څار او اروزنه وشي او که داسې ونه شي په وینا یې، د مرستو ضیاع، درغلیو او له مرستو ناسمې ګټې اخیستو ته به لار پرانیستل شي.

سیګار وايي: «له افغانستانه یې یوه زده‌کړه دا وه‌ چې د متحده ایالتونو په حکومت او د نړۍوالو ایتلافیانو په منځ کې اغېزناکه همکاري‌ کمه وه او دا کار په افغانستان کې د بریالیتوب په مخکې یو لوی خنډ و.»

د یادې ادارې سپارښتنه دا ده چې د متحده ایالتونو کانګرېس ته ښايي‌ په حکومت کې دننه د چارو د یو داسې مشخص تنظیم کوونکي پر حمایت غور وکړي چې د اوکراین لپاره د بسپنه ورکوونکو د هڅو د څار ځانګړی مسوول وي او د متحده ایالتونو پراختیايي اداره هم باید له نورو نړۍوالو مالي ادارو سره په همکارۍ غور وکړي.

د سیګار د راپور پر اساس، په افغانستان کې د مرستو لوړه کچه «زموږ یوه بله کمزوري» وه او سپارښتنه یې دا ده چې د پیسو اندازه په پام کې ونیول شي، دومره وي‌ چې د اوکراین اقتصاد یې جذب کړای شي، د مرستو کچه دې تر همدې اندازې وساتل شي او د مرستو د څار لپاره باید د کارکوونکو شمېر زیات شي.

دغه راز سیګار سپارښتنه کوي، د امریکا بهرنیو چارو وزارت، نړۍواله پراختیايي اداره او د دفاع وزارت باید د اوکراین د حکومت بنسټونو ته چې حمایتي‌ بودجه ترلاسه کوي، بیا کتنه وکړي ‌او ډاډ ترلاسه کړي‌ چې هغوی د فساد او پیسو د بې‌ځایه مصرف مخنیوي لپاره اغېزناکې لارې لري.

سیګار ټينګار کړی: «فساد د افغانستان د بیارغونې ماموریت پر وړاندې موجود ګواښ و او سپارښتنه یې دا ده چې د امریکا حکومت او پراختیايي اداره د فساد مخنیوي‌ نورو لارو چارو ترڅنګ باید په اوکراین کې د سیستماتیک فساد مخنیوي لپاره هڅې لومړیتوب وګرځوي او پرې نه ږدي چې د متحده ایالتونو ستراتیژیک اهداف کمزوري کړي.»

دغه ادارې وایي: «د افغانستان د پوځ په جوړولو او اصلاح کې لوی فساد و او د دغه فساد له کبله پر متحده ایالتونو باندې د افغان پوځ اتکا بله هغه زده‌کړه ده چې سیګار سپارښتنه کوي چې باید دا په اوکراین کې تکرار نه شي.»

سیګار ټينګار کوي چې د فساد او اختلاس مخنیوی لپاره د اوکراین امنیتي ځواکونو د اصلاح په برخه کې فشار روان وساتل شي.

یادې ادارې ویلي: «د افغانستان حکومت له سقوط مخکې افغان ځواکونو ته د ورکړل شوو تجهیزاتو څار او تعقیب ستونزمن او ننګونکی و او باید امریکا دا هم و ارزوي چې د ضروري انتقالېدونکو وسلو د تعقیب او څار لپاره موجود سیستمونه جوړ او فعال دي.»

د سیګار د سپارښتنو پر اساس،‌ په افغانستان کې د څار او ارزونې سیستمونه کمزوري وو او د یو اغېزناک پروګرام نشتوالي له کبله صادرات او واردات په ساده بڼه کېدل خو باید په اوکراین کې داسې ونه شي.

سیګار وايي، متحده ایالتونو په څه باندې یو کال کې له اوکراین سره دومره مرسته کړې‌ چې له ۲۰۰۵ کال څخه نیولې تر ۲۰۱۵ کال پورې یې د افغانستان د بیارغونې لپاره کړې وه.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د روان کال د مارج له پیله راهیسې د متحده ایالتونو کانګرېس له اوکراین سره د ۱۱۳ میلیارد ډالرو مرسته ځانګړې کړې ده او یوازې په امنیتي برخه کې یې ۳۵.۴ میلیارد ډالر لګول شوي دي.

Views: 225

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.