Language

د فوټسال ملي لوبډله د مرکزي اسیا اتلولۍ سیالیو کې د ګډون په موخه تاجکستان ته ولاړه

کابل (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۲): د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي، د فوټسال ملي لوبډله د مرکزي اسیا اتلولۍ (کافا) سیالیو کې د ګډون په موخه تاجکستان ته ولاړه.

د مرکزي اسیا د فوټسال سیالۍ د روانې جولای میاشتې په ۲۳مه د تاجکستان په کوربه‌توب پیلېږي.

دغه راز د افغانستان فوټبال فدراسیون نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، د فوټسال ملي لوبډله د مرکزي اسیا اتلولۍ (کافا) سیالیو کې د ګډون په موخه تاجکستان ته ولاړه.

د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې به افغانستان د قرغیزستان، ازبکستان، ایران، تاجکستان او ترکمنستان له لوبډلو سره سیالۍ کړي.

دغه راز، په دې سیالیو کې به افغانستان خپله لومړۍ لوبه له قرغیزستان سره د روانې جولای میاشتې په ۲۳مه ترسره کړي.

د یادونې ده، د افغانستان فوټسال ملي لوبډله له شاوخوا درېیو اونیو راهیسې په ایران کې په تمریناتو بوخته وه.