کابل (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۲): د ټایلنډ په کوربهتوب د لویو وچو ترمنځ د «کانټینینټال» فوټسال جام سیالیو په لړ کې د افغانستان او موزمبیق لوبه دوه په دوه مساوي پاى ته ورسېده.
دغه سیالۍ تېره ورځ د ټایلنډ په پلازمېنه بنکاک ښار کې پیل شوې چې د اګسټ تر ۱۳مې به دوام ولري.
د افغانستان فوټبال فدراسیون نن پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، افغانستان د لویو وچوو ترمنځ د «کانټینینټال» فوټسال جام سیالیو کې خپله دویمه لوبه له موزمبیق سره دوه په دوه مساوي پای ته ورسوله.
دغه راز افغانستان تېره ورځ له چک جمهوريت سره هم لوبه مساوي کړې وه.
دغه راز په یادو سیالیو کې پر افغانستان سربېره ټایلنډ، چک جمهوريت، میانمار، سلیمان جزایر او موزمبیق هېوادونه په دوو ګروپونو کې ګډون لري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.











