کابل (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۲): د روغتیا نړۍوال سازمان دې ته اشارې سره چې افغانستان کې ۱۴ میلیونه کسان روغتیایي خدماتو ته اړتیا لري، په دغه هېواد کې د روغتیایي سیستم د بودجې د کمښت خبرداری ورکړی او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي چې دې برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
دغه سازمان نن یوه راپور کې لیکلي چې د افغانستان روغتیايي سیستم د بودجې له کمښت سره مخ دی او ملاتړ ته اړتیا لري.
د دغه بنسټ د شمېرو له مخې، په افغانستان کې د ۷.۵ میلیونو ماشومانو او د ۳،۱ میلیون ښځو په ګډون ۱۴ میلیونه کسان روغتیایي خدماتو ته اړتیا لري.
د روغتیا نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی چې له کافي بودجې پرته به په افغانستان کې اته میلیونه کسان روغتیایي مرستو ته له لاسرسي بې برخې شي.
د روغتیا نړۍوال سازمان سرمنشي تدروس ادهانوم ګبریسوس دې ته په اشارې چې په دغه وضعیت کې د افغانستان ډېری ماشومان او ښځې زیامنې کېږي، له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي چې په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کال کې یې په ټوله کې ۲۵،۷ میلیون کسانو ته روغتیایي خدمات وړاندې کړي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










