اټلانټا (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۲): پاکستان د کرکټ په دویمه یوه ورځنۍ لوبه کې هم له یوې په زړه پورې لوبې وروسته افغانستان ته ماتې ورکړه.
د درېیو یوه ورځنیو نړۍوالو لوبو دا لړۍ د ا فغانستان په کوربه توب په سریلانکا کې روانې دي.
ددویمې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه، داځل د افغانستان پیلیز لوبغاړو رحمن الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ تر ۲۰۰ زیاتې منډې جوړې کړې او ملي ریکارډونه یې جوړ کړل.
ګربز لومړی افغان لوبغاړی شو، چې د پاکستان پر وړاندې سلیزه وهي. هغه ۱۵۱ ، ابراهیم ۸۰ او محمد نبي ۲۹ د پام وړ منډې جوړې کړې.
افغانستان په ټاکل شویو پنځوسو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدلو ۳۰۰ منډې جوړې کړې او پاکستان ته یې د ۳۰۱ منډو هدف ورکړ.
پاکستان په ډیر احتیاط سره د هدف ترلاسه کولو لپاره لوبه پیل کړه ، د پاکستان هم پیل ښه و، لومړی لوبغاړی یې په ۵۰ او دویم یې په ۱۷۰ منډو وسوځېدو خو تر هغې وروسته یې د لوبغاړو د سوځېدلو لړۍ پیل شوه.
په وروستیو دوو اورونو کې پاکستان ته ۲۵ منډې پکار وې او دوه لوبغاړي یې پاتې و، خو په نهم څلویښتم اوور کې پاکستاني لوبغاړي شاداب خان پر عبدالرحمن څلوریزه او شپږیزه ووهله او لوبه یې اسانه کړه، په وروستي اوور کې چې فضل حق فاروقي کوله، پاکستاني نسیم شاه پرې دوه څلوریزې ووهلې او لوبه یې وګټله.
پاکستانی لوبغاړی شاداب خان د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










