کابل (پژواک، ۳ وږی ۱۴۰۲): د راپورونو له مخې، د هند لومړي وزیر او د ایران ولسمشر د برېکس د پنځلسمې غونډې په څنډه کې سره لیدلي او د افغانستان او چابهار بندر په اړه یې خبرې کړې دي.
اکانومیک ټایمز راپور ورکړی چې د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي او د ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي پرون (پنجشنبه) په جنوبي افریقا کې سره لیدلي دي.
دواړو لورو هوکړه کړې چې خپلې بنسټیزې همکارۍ په ځانګړې توګه د چابهار بندر په اړه چې افغانستان او منځنۍ اسیا ته د هند دروازه ده، چټکې کړي.
په راپور کې راغلي چې د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د برېکس د یوه نوي غړي په توګه د ایران تر معرفي کېدو لږ وروسته (پرون پنجشنبه) د ایران له ولسمشر سید ابراهیم رئیسي سره وکتل او د اوسني حکومت تر واکمنۍ لاندې له افغانستان سره همکارۍ یې وڅېړلې.
سرچينې دغهراز ویلي چې د دواړو هېوادونو چارواکو د انرژۍ، سوداګرۍ او پانګونې او اتصال په برخو کې د ګډو همکاريو په اړه هم خبرې وکړې.
په دغه راپور کې د یادې لیدنې په تړاو نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.
د برېکس سرمشریزه درې ورځې مخکې د جنوبي افريقا په کوربهتوب پيل او پرون پاى ته ورسېده.
چابهار د ایران یو له مهمو بندرونو دی چې د سیستان او بلوچستان په جنوب کې موقعیت لري، دغه بندر له نړۍوالو اوبو سره د افغانستان او له مرکزي اسیا سره د ایران او هند نښلولو له امله ډېر اهمیت لري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










