Language

عراق کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۶ کسان مړه او ۱۳ نور ټپیان شوي

کابل (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۲): د راپورونو له مخې، عراق کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۶ کسان مړه او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه پېښه نن سهار (شنبه) د عراق صلاح‌الدین ولایت په شمال کې رامنځته شوې ده.

سرچینې زیاته کړې چې په یاده پېښه کې ډیری مړه شوي کسان د ایران اوسېدونکي وو.

د راپورونو له مخې، د یادې پېښې ټپیان په سختو شرایطو کې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

login or register a new account.