ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د کنګفو سیالۍ ترسره شوې

غزني کې د کنګفو سیالۍ ترسره شوې

غزني (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۲): د غزني مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د ۱۰۰ ورزشکارانو د کنګفو پنځلسم پړاو سیالۍ ترسره شوې.

د غزني د ورزش آمر بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، د کنګفو دوه ورځنۍ پنځلسم پړاو سیالۍ د دغه ولایت د ورزش امریت په جمنازیوم کې د غزني مرکز اړونده د یو شمېر کلبونو ترمنځ ترسره شوې.

ده زياته کړه، له دغو سیالیو څخه موخه د لوړو استعداد لرونکو ځوانانو پېژندل وو ترڅو په ملي ټیم او د هېواد په کچه سیالیو کې برخه واخلي.

د هغه په خبره، په دغو سیالیو کې د ځوانانو او د مشرانو له ډلو څخه اته اته فایټران د غزني منتخبې لوبډلې ته انتخاب شول. دغه راز د لوبو په پای کې مهدي د ځوانانو په برخه کې او عبدالباسط د لويانو په برخه کې غوره فایټران وپېژندل شول او لومړني مقامونه یې تر لاسه کړل.

د هغه د معلوماتو له مخې، په ټوله کې د کلبونو له منځه د عبدالله جان کلب لومړی مقام، بشیر احمد کلب دویم او د سید ذبیح الله کلب درېیم مقامونه خپل کړ، غوره لوبغاړو ته مډالونه او د اتلولۍ جایزې ورکړل شوې.

Views: 44

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.