ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پلخمري نساجي فابریکې د بیا فعالولو چارې پیل شوې

د پلخمري نساجي فابریکې د بیا فعالولو چارې پیل شوې

author avatar
2 Sep 2023 - 18:57
د پلخمري نساجي فابریکې د بیا فعالولو چارې پیل شوې
author avatar
2 Sep 2023 - 18:57

پلخمري (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۲): بغلان کې د پلخمري نساجي فابریکه چې د تخنیکي ستونزو له امله یې له تېرو ۱۲ کالو راهیسې فعالیت ځنډېدلی و، نن يې د بیا فعالولو چارې پیل شوې.

د افغان نساجۍ فابریکو عمومي رییس عبدالمتین مزمل چې د پلخمري نساجۍ فابریکې د بیا فعالولو د چارو پرانیستلو لپاره بغلان ته راغلی و، رسنیو ته وویل، د پلخمري نساجي فابریکه چې د هېواد یوه پېژندل شوې فابریکه ده حکومت یې د بیا فعالولو چارې پيل کړې دي.

هغه وویل: «غواړو دغه فابریکه چې یو وخت په کې زرګونو کسانو کار کاوه او د هېوادوالو د ټوکر یوې برخې اړتیا یې پوره کوله، بیا فعاله کړو.»

هغه زیاته کړه: «د دې فابریکې پر دا ځل فعالېدو به لومړی د هېواد د نظامي ځواکونو جامو ټوکر اړتیا پوره شي او ورپسې د نوو ماشینونو په فعالولو چې نن مو دې فابریکې ته وسپارل زموږ د عامو کاریدونکو جامو ټوکر هم تولید شي.»

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.